د افغانستان ۱۹ کلن خونړي جنګ کې ۱۰۰۰۰۰ لک افغانانو خپل ژوند د لاسه ورکړ

راپور: محمد مبین هڅاند  روهي( یوه نۍ/۱۱ د کب )، د هغه جګړې په جریان کې چې په افغانستان کې نولس ۱۹ کاله دوام وکړ، یو لک افغانان او ۳۵ سوه بهرني سرتیري ووژل شول. متحده ایالاتو د ۲ زره ملیاردو ډالرو مجموعي زیان سره مخ شوه.

د شنبې په ورځ په دوحه کې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمینځ د دوه لسیزو جنګ وروسته، جګړه د پای په لور روانه وه، مګر متحده ایالاتو پدې کلونو کې لوی مالي او تلفاتو سره مخ شوه. افغانستان نور هم ویجاړ کړ. د دې مودې په جریان کې، یو لک افغان اتباع وژل شوي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په ۲۰۰۱ م کال کې د نوي یمو کلونو پیښو وروسته، متحده ایالاتو د خپلو متحدینو سره د طالبانو پر ضدجګړه پیل کړه، په افغانستان کې د میاشتو په جریان کې، د طالبانو رژیم سقوط وکړ او د اسامه بن لادن په ګډون، د القاعدې مشرتابه د پاکستان کې پټ شو. امریکا پریکړه وکړه چې جګړه اوږده او په افغانستان کې پاتې شي.

د متحده ایالاتو تر ملاتړ لاندې نړیوال ایتلاف په ۲۰۱۴ م کال کې د خپلو ځواکونو وتل پیل کړل او خپل فعالیتونه یې یوازې د افغان اردو روزنې پورې محدود کړل.

وروسته له هغه چې په۲۰۰۱ م کال کې د افغان طالبانو تر وتلو وروسته، دوی یوځل بیا په پاکستان کې سره راټول شول او خپل ځانونه یې تنظیم کړل او ورو ورو د دوی عملیات ګړندي شول. نړۍ په وار وار سره پاکستان ته د طالبانو د ملاتړ او د هغوي سره هر ډول مرستې باندې تورن کړ، خو پاکستان دا تورونه تل ردول. یوازې د ۲۰۱۹ م کال په وروستیو څلورو میاشتو کې، افغان طالبانو ۸۲۰۴ بریدونه پیل کړي، چې دا په یوه لسیزه کې ترټولو خونړي دي.

د عملیاتو شدت د دې حقیقت څخه اټکل کیدی شي چې په تیر کال کې، د متحده ایالاتو هوایی ځواک ۷۴۲۳ بمونه او توغندي ویشتلي، چې له ۲۰۰۶ م کال راهیسې ترټولو لویه شمیره ده.

په تیرو پنځو کلونو کې، تر ۵۰۰۰ ډیر افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي. د ناټو  ۳۵۵۰ عسکر وژل شوي، چې له دې څخه ۲۴۰۰ امریکایان دي. ۲۰۰۰۰ امریکایی عسکر ټپیان شول.