۲۰۱۹ کال کې روسيې په چين، هالنډ او جرمني د ۱۲۱ مېلېارده امريکايي ډالرو په ارزښت تيل خرڅ کړي

روهي (پنځه نۍ/۸ د کب)، د FCS په نوم موسېسې د شوې سروې پر بنست تېر ۲۰۱۹ کال کې روسيې د ۱۲۱ مېلېارده امريکايي ډالرو په ارښت خام تيل پلورلي دي. د تيلو برخه کې چين، هالنډ او جرمني د روسيې د تيلو ستره برخه رانېولې ده. 
امريکا په تېر کال کې ۱،۹ او انګلستان ۰،۹ سلنه تيل له روسيې اخېستې دي. دغه دوه هېوادونه پلان لري چې روان ۲۰۲۰ کال کې روسيې سره د تيلو سوداګري پراخه کړي. 

تېر کې د امريکا متحدو ايالتو د تيلو رانېولو ډېره سوداګري له وېنزويلا سره وه خو د وېنزويلا او امريکا ترمنځ د اړيکو له کړکېچ وروسته امريکا د منځني ختيځ هېوادونو ترڅنګ روسيې  سره د تيلو سوداګري پراخه کړه. 

که څه هم امريکا او انګلستان له روسيې سره کړکېچنې اړيکې لري خو د تيلو په برخه کې ياد دوه هېوادونه اړي دي چې تر يو بريده د روسيې په طعبيي زيرمو تکيه وکړي.