محسن داوړ او علي وزیر ته د ولسمشر غني په لوړو مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې

روهي( دوه نۍ/۵ د کب )،  ولسمشريزو ټاکنو کې د دويم ځلې بريا ترلاسه کولو وروسته افغان ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني به ډېر ژر د دويم ځل لپاره د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

 د ولسمشر غني د دويم ځلې د لوړې نېټه، چې د فبرورۍ مياشتې په ٢٧مه نېټه، د پنجشنبې په ورځ به په کابل کې ترسره شي او د ډېرو هېوادونو لوړپوړي چارواکي به پکې ګډون وکړي.

محسن داوړ په خپله فېسبوکپاڼه په يوه پوسټ کې ياده بلنه هم خپره کړې ده، چې پکې ليکل شوي:

(ښاغلى محسن داوړ! په اسلام اباد کې د افغانستان اسلامي جمهوريت لوى سفارت په ډېر وياړ تاسو ته بلنه درکوي، تر څو د روان زيږديز کال فبروري د مياشتې په ٢٧مه کابل کې د افغانستان د نوي منتخب ولسمشر رييس محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړئ. ستاسو ګډون د دواړو لورو د خلکو او قومونو ترمنځ د اړيکو د لا پياوړتيا او زموږ د خوښۍ سبب ګرځي. موږ هيله لرو تر څو په يادو مراسمو کې د خپل ګډون او د تلونکي\مل پلاوي بشپړ مالومات له دې سفارت سره د لازم چمتووالي په موخه شريک کړئ.)

محسن داوړ له دغه بلنې شريکولو سره ليکلي دي، چې زه به پوره پوره هڅه کوم چې په دغه مراسمو کې ګډون وکړم.
هغه ليکي:
 
((مينه په تلو راتلو زياتېږي
 
کله راځه کله به زه درځم ميينه
 
ډېره مننه کوم، په اسلام اباد کې د اسلامي جمهوري افغانستان د لوى سفارت څخه چې ماته يې د ولسمشر ډاکټر اشرف غني صېب د لوړې مراسمو کې د ګډون بلنه راکړه.
 
زه به انشاء الله پوره پوره هڅه کوم چې ګډون په کې وکړم.))