ننګرهار کې د هېواد د نهه ولایتونو بایسېکل ځغلوونکو د شل کیلو متره مزل په کولو سره د سولې پيغام وړاندې کړ

روهي( یوه نۍ/۴ د کب )، د ننګرهار، کابل،لغمان،کونړ،کندهار،لوګر،خوست،بامیان او غزني ولایتونو د بایسېکل ځغلونې شاوخوا شپیته لوبغاړو په ننګرهار کې د شل کیلو متره مزل په کولو سره د سولې پیغام د ورکړې ترڅنګ د ډاکټر ناکامورا د ترسره شویو کړنو قدرداني وکړه .

د زهره سلطاني،محمد باقر او سمیع الله مومند په نومونو د بیاسیکل ځغلونې لوبغاړي وایي، سوله د هېواد والو اړتیا ده او غواړي چې د دې سیاليو په تر سراوي حکومت پلوه ځواکونو او وسله والو مخالفينو ته د سولي پیغام ورسوي.

دوی د تییسو نا کامورا د هڅو قدرداني وکړه او هغه یې د افغانستان لپاره رښتینی خدمتګار یاد کړ.
د بیاسیکل ځغلونې فدراسیون مشر فضل محمد فضلي وایي، په سیاليو کې ورسره د هېواد د نهه ولايتونو څلوېښت تنو لوبغاړو برخه اخیستې وه چې لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونکو ته یې ډالۍ هم ورکول کېږي.