احمدالعسال

 ليکوال: زاهد جلالي
پرون د شنبې په ورځ سهار په ۲۰۱۰/۷/۱۰ تاريخ داسلامي نړۍ لوی عالم د نړيوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد پخواني استاد او رئيس استاد احمد العسال د ۸۲ کالو په عمر له يوې لويې مبارزی، د عوت او خدمت څخه وروسته له دې فاني نړۍ څخه سترګی پټې کړې. إنا لله وإنا إليه راجعون
له خدای جل جلاله څخه دغه لوی عالم ته د جنت فردوس غوښتونکي يو.
ښاغلی استاد احمد العسال د مې په ۱۸ په کال ۱۹۲۸ کې زيږيدلي، په فرستق کې لوی شوي. په لس کلنۍ کې يې ټول قرآن حفظ کړی او د ملک فاروق جيیزه يې ترلاسه کړې(د ملک فاروق جايزه هغه چاته خاصه شوې وه چې قران يې مخکې له دولس کلنی څخه حفظ کړی وى).
استاد عسال په کال ۱۹٥٨ کې د ازهر د پوهنتون د شرعیاتو له پوهنځۍ څخه فارغ شوی، په کال ۱۹۶۱ کې قطر ته تللي او تر کال ۱۹۶۵ پورې د لغت عربي په پوهنځۍ کې درس ورکاوه.
په کال ۱۹٦٨ کې د انګلستان د کامبرج له پوهنتون څخه په اسلامي فلسفه کې دکتورا ترلاسه کړې، او تر کال ۱۹۷۰ پورې یې د کامبرج په پوهنتون کې کار کړی، لدينه وروسته له کال ۱۹۷۰ څخه تر ۱۹۸۴ پورې په سعودی عربستان کې د امام محمد بن سعود د پوهنتون د اسلامي ثقافت رئيس په توګه کار کړی.
په کال ۱۹۸۴ کی د امام محمد بن سعود په پوهنتون کې د دعوت د څانګې رئيس پاته شوى، له کال ۱۹۸۶ څخه تر ۲۰۰۳ پورې په نړيوال اسلامي پوهنتون کې د استاد، رئيس مرستيال او د پوهنتون د رييس په توګه وظيفی اجرا کړي. په اسلامي ثقافت کې یې ډیر کتابونه لیکلې چې ډیري یې په نصابونو کې هم داخل شوي. د مسلمانو علماو د اتحادیې مشر دکتور يوسف قرضاوي سره یې په ازهر کې پیژندلې او ویل کيږې چې په ازهر کې یې ټولګيوال هم تیر شوي.
د فقيد استاد عسال د جنازی امامت د مسلمانو علماو د اتحادیې مشر علامه دکتور يوسف القرضاوې وکړ. په جنازه کې د استاد عسال په زرګونو دوستانو او شاګردانو برخه لرله.
په جنازه کې د استاد د شاګردانو او دوستانو ترڅنګ نورو ډیرو لويو علماو او سياست پوهانو برخه اخستې وه چې د هغو له جملې څخه: استاد محمد مهدی عاکف د اخوان المسملين پخوانې مشر، استاد عبد البدیع د اخوان المسلمين اوسني مشر، استاد امين جمعه ، استاد محمود عزت، الدكتور رشاد بيومي، دکتور محمود حسين، دکتور سعد کتاتنی، دکتور محمود عزلان، دکتور عصام عريان، دکتور عبد المنعم ابو فتوح، دکتور عبد الحميد الغزالی، دکتور محمد سلیم العوا، احمد سیف الاسلام حسن البنا، دکتور محمد فريد عبدالخالق، سيد نزیلی، الحاج محمود السبحی، دکتور احمد دياب، دکتور عبد الجمال عبد الهادی، دکتور عصام حشیش، دکتور جمال قرنی، عمر عبد الله منسق او جمال نصار.
دکتور محمود عزت وویل: د استاد احمد عسال له علم او عمل څخه ډیرو ګټه پورته کړي، استاد له عمل کوونکو علماو څخه و، الله پاک په ده کې دا دواړه يوځای کړي و، په حقیقت چې دا اسلامي نړی ته يوه لويه ضایعه ده له الله جل جلاله ته د عا کوم چۍ اسلامې نړۍ ته د داسی يو قدوه عالم بدل ورکړي.
دکتور عصام عريان وویل: ښاغلی استاد احمد عسال ددغه آیت مستحق دی: ﴿مِنْ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللهَ عَلَيْهِ﴾ (الأحزاب: من الآية 23).
احمد سیف الاسلام حسن البنا (د امام حسن البنا شهيد ځوی) وویل: نن يو شخصیت وفات شوي او داسی شخصیتونه ډیر لږ دي، دا په داسی يوه زمانه کی يو شجاع عالم و، الله تعالی ته دعا کوو چې د ټولو خدماتو اجر ور په برخه کړي.
دکتور جابر قمیحه وایی: د دکتور عسال په لیکلو کې دوه لوی کمالونه و چې هغه:
۱- سادګې او په روانه ژبه لیکل.
۲- د دين او د دنيا امور سره ربط ورکول.
الله جل جلاله ته دعا کوو چې فقيد دکتور استاد احمد عسال ته جنتونه ورپه برخه کړې او اسلامي امت ته یې بدل ور کړي. په رښتيا چې اسلامي امت ته یې ډیر خدمت کړی وو، د اسلامي امت بچيان یې لکه د خپلو ځامنو په څیر لوی کړي وو او هغوی ته یې تربيه ورکړې وه، د فقيد عسال په اړه دده نيږدی ملګری وایې چې: په نړيوال اسلامې پوهنتون اسلام اباد کې پداسې حال کې چې د ټولې نړۍ څخه د اسلامي امت بچيانو زده کړه کوله، ښاغلی عسال ددوې ترمنځ هیڅ توپیر ندی کړې، او د هر چا خبره یې په ورينه ټنډه اوريدلې.
روح دې ښاد وي او فکر دې ژوندی وي .