زما دوست

 زاهد جلالي
زما دوست مارکسېست دى، ځان ورته ډېر علمي او تحقيقي ښکاري. خداى نه مني، رسول خو بيخي نه، وحې ورته ټوکه ښکاري، لنډه دا چې ته ميتافزيک ته قايل نه دى، بله خوا ماده ورته هر څه ښکاري او د ژوند هدف يې دا دى چې خپل افکار خپاره کړي او بس، نه غواړي مليونر شي، ځکه خپل فکر ته ډېر مخلص دى، ځوان دى نو. د دواړو افکار لکه ځمکه او آسمان سره مخالف دي، نه پوهېږم کوم ټکي موږ سره ملګري کړي يو، خو دى تل راته وايي چې چندان مې خوښ نه يې، خو د مارکس ځينې ځانګړنې درکې وينم، ځکه راباندې ګران يې. زه يې له دې خبرې سره اندېښمن شم، وايم يو راته وايي د لېنکولن خواص دررکې وينم او بل مارکس يادوي، بيا نو زه ډېر ناکام سړى يم، ځکه زما د په زړه پورې شخصيتونو ځانګړنې راکې نه شته، ټول د هغو چې زه يې له ځان سره افکار غندم!


زه او دوست چې تل سره يو ځاى شو، بحث او جدل د مجلس تر پايه روان وي، استدلال مو تل يو بل نه قانع کوي، هغه زما ردوى او زه د هغه، په همدې سره پاڅېږو، خو هېڅ کله په بحث کې ترخه شوي نه يو او دوستې مو خرابه شوې نه ده.
نن بيا هغه سفسطه پيل کړه، خو نن مې بحث ورسره نه شو اوږدولاى، ځکه ستړى وم او وخت ناوخته و. زه او دى په درېيم منزل کې ولاړ وو، لاندې مو د موټرو او انسانانو ننداره کوله. موټرو د مخالفو ويکتورونو په څېر حرکت کاوه، خو ډېرى پورته تلل، ځکه رخصتي وه او هر يوه ځان کور ته رساوه. لاندې کسانو کې چا کرکټ کاوه کوم او چا وليبال، او ځينې نور بيا د هستوګنځي په لور روان وو.
زه ستړى وم او ورسره وګى هم، خو ده شروع وکړه، ويل يې عجب خلک يئ... ما يې خبره ونيوه، ويل مې بيا دې فلسفې شروع کړې، د هغه غږ مې پرې ستوني کې زنداني کړ، خو زما زړه کې يوه خبره راوګرځېده.
زما د لاس پياله توده وه، لا مې نه وه خولې ته کړى، خو د هغه سګرېټ نږدې ختم و. ورته مې وويل ميتافيزيک نه منې؟ ويل يې هو، ما ويل هغاغه موټرونه چې روان دي، غږ يې شته؟ ويل يې هو، ما ويل اورې يې؟ ويل يې نه، ويل مې نو څنګه يې منې چې غږ لري، ته خو يې غږ په پنځه ګونو خواصو نه شې درک کولاى، ويل يې تجربې مې ثابته کړې، ومې ويل:
دا چې يو وړوکى مثال دى، نو د رب مثال به څنګه وي،هغه چې کهکشانونه يې پيدا کړي. زما او ستا پنځه ګونې خواص يې هېڅ کله نه شي درک کولاى، هغه له دې خواصو ډېر اوچت دى، زما او ستا سترګې يې نه شي ليدلاى، هغه موږ ته دومره نږدې دى چې سترګې مو د هغه د درک قوه نه لري او دومره ستر دى چې سترګې مو هغه نه شي چاپېرولاى، ځکه هغه مطلقا ستر دى.
زما او ستا سترګې غولوونکې دي، هغه آسمان چې زه او ته ورته شين وايو، اصلا رنګ نه لري. هغه امسا چې د کوډګر په لاس کې ده، زما او ستر سترګې ورته د مار په نظر ګوري. خوب چې موږ او تاسو په کې په خپل ځاى پراته يو، کله مو جهنم ته وړي او کله جنت ته، کله اروپا ته او کله امريکا ته، هغه وخت کې زموږ پنځه ګونې خواص يو هم دغه خيال نه تکذيبوي، خو چې له خوبه راپاڅو، هېڅ هم نه وي. دغه درواغجن خيالونه دي چې يو يې په دې اند کړ چې روحونه په انسانانو کې بېرته راګرځي! کانټ خو يې بيخي ګيچ کړ، ويل يې چې هر څه چې زه يې په سترګو وينم، حقيقت نه لري، دا ټول خوب دى، يوازې زه شته يم، ځکه چې فکر کوم!
د ځينو حقايقو د درک لار، پنځه ګونې خواص نه دي، دا خواص درواغجن دي، د غټو حقايقو د تعبير ځواک نه لري، ستر حقايق په وحې ثابتېږي او که څوک خداى ته نږدې شي او رښتينې تصوف اختيار کړي، دغه حقيقت درک کولاى شي!
زما دوست اوږده ساه ووېسته د سر په ويښتو يې لاس تېر کړ، لاس يې تر زنې لاندې کړ او شونډې يې بوڅې کړې، غلى و او له خولې يې هېڅ خبره ونه وته.