اول يې زده کړه! (٤) د بدلون څرک

 زاهد جلالي
د آذان د وزينې مجلې وروستۍ ګڼه مې په لاسونو کې ده، له يوه محترم استاد سره په کې مرکه شوې، استاد عالم شخصيت دى او مرکه يې په زړه پورې. د آذان د مرکې وروستۍ پوښتنه دا ده (تنکيو آذانوالو ته څه توصيه لرئ؟) دا هغه پوښتنه ده چې ډېره تکرارېږي او کره ځواب يې دومره عام نه دى.
دلته عموما ځواب دې ته ورته وي چې امر بالمعروف کوئ، لمونځ مه قضا کوئ، صالحو دوستانو سره گرځئ، له خداى سره شريک مه نيسئ او...!
له دې ډول ځوابونو سره ما ته يوه پخوانۍ کيسه راياده شي. يو فيلسوف کيسه کوي (کله چې ماشوم وم، زموږ په کور او کلي کې حشرات ډېر وو، زه تل په همدې فکر کې وم چې دا حشرات څنګه لمنځه يوسم او خپل خلک ترې بېغمه کړم. له دې فکره ملا صاحب خبر شو، راته يې وويل چې زه په ليکلي کاغذ کې درته ځينې دعاګانې ليکم، تاسو يې په خپل کور کې ولګوئ، له دې حشراتو به خلاص شئ.) دى وايي (کله چې مې دا کاغذ راواخيست او په خپل کور کې مې ولګاوه، کتل مې چې حشرات ورځ تر بلې ډېرېږي او حتى په همدغه ليکلي کاغذ ګرځي).
اسلام معقول دين دى، د هر څه علاج په دعاو نه کوي، هر څه ته چې خداى ځانګړى قانون جوړ کړى د هماغه قانون تطبيق غواړي او له هر چا غواړي چې په همدغه قانون عمل وکړي، که هغه مسلمان وي او که کافر. د دې په هکله دوکتور مصطفى محمود ډېره په زړه پورې خبره کړې. وايي (کله چې يوه کافر او مسلمان په اوبو کې ډوب شي، که د کافر لامبا زده وي، ځان به له اوبو راوباسي او که د مسلمان نه وي زده، په اوبو کې ډوبېږي. اوبه کمال پېژني او څوک چې يې پر قانون عمل وکړي، هماغه نجات مومي او بس).
موږ مسلمانان سره له دې چې پېړۍ پېړۍ په جهالت کې و اوسېدو، لا هم متاسفانه د وروسته پاتې توب په اساسي مشکل نه يو خبر.
متاسفانه لا هم مشران اصلي او اساسي مشکل ته نه دي متوجه شوي. که کوم ځوان په احساساتو راشي او له مشره د خپل مسؤوليت په هکله وپوښتي، د هغه لڼډ ځواب به دا وي چې امر بالمعروف وکړه، يا همدې ته ورته کوم بل ځواب، خو که څوک ترې دا وپوښتي چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر اساسي شرط پوهه ده، دا ځوان چې د خپل مسؤوليت په هکله پوښتنه کوي، پوه نه دى، ته يې څنګه پر غاړه دومره سخت پړى ور اچوى. د دى پوښتنې ځواب به څه وي؟
کېداى شي مشر يې په ځواب کې يوه سفسطه ووايي، خو اصلا د مشر مشوره، له تفکره پرته وي، يا دا چې هغه خپله اصلي مشکل ته نه دى متوجه شوى او په دغه لڼډ ځواب ځان له پوښتنې خلاصوي.
 په دغه عصر کې مسلمانان له هر څه پوهې ته ډېره اړتيا لري، که چېرته پوهه نه وي، نه دعوت شته او نه امر بالمعروف، ځکه د ناپوهۍ په وخت کې داعي هم اسلام ته ضرر رسوي او د خلکو ژوند خرابوي.
زما يوه دوست ډېره عجيبه کيسه وکړه. ويل يې کوم ملګرى جهاد ته تللى و، د جهاد په سنګر کې ځينو (ملايانو!) ورته ويلي وو چې تا ږيره خريېلې ده، ستا جهاد نه کېږي! هسې ځان مه ستړى کوه! دغه ملا! صاحبان په دې نه پوهېږي چې ږيره څه حکم لري، خو خپل اصلي دنده د دين دعوت بولي او په دغه لاره کې، دې ته ورته خرافاتي فتواوې ورکوي.
کله چې پوهه نه وي، امر بالمعروف دغسې حال کې وي چې داعيان! په کې د عيني فرض او سنتو تر منځ ازدواج کوي او سنتو ته له عيني فرضو په اوچته سترګه ګوري!!
موږ د ناپوهۍ ښه تجربه لرو. کله چې د روس په مقابل کې ديني فريضه تمام شوه او روسان مخ تورن وشړل شو، ککړې بقاياوې يې هم لمنځه لاړې، مجاهدين راغلل، بيا د نفاق اور بل شو، په دغه وخت کې مشرانو هر يوه ځان او خپل اهداف غوښتل، خو په سنګر کې ټول هغه ناپوهان جنګېدل چې له پيله نه د اسلام په هدف پوه وو او نه د جهاد په ادابو، همدغه ناپوهان وو چې کلونه کلونه د رهبرانو! د سياسي اهدافو له پاره وجنګېدل، که چېرته پوهه وه، دا خلک به د هر چا له پاره نه جنګېدل، اصيل او مغرور به يې پېژندلى و، بيا به داسې په کې نه ويل کېدل چې (که چېرته فلانى رهبر جهنم ته هم ځي، زه ورسره ځم!)
کله چې پوهه وايو، موخه مو ترې يوازې ديني پوهه نه ده، خو ديني پوهه يې سر کې ده، ځکه که چېرته له دينه سم او اصيل فهم نه وي، بيا ټکنالوجي ته له ديني موقفه کفر ويل کېږي، په داسې حال کې چې د اسلام دين د ټکنالوجۍ دين دى نه د خرافاتو او سفسطې.
علامه قرضاوي }١٩٢٦م-...{ چې وايي موږ په دغه عصر کې د شرعي علومو له زده کړې، ټکنالوجۍ ته ډېره اړتيا لرو، خو مشکل يې درک کړى، د هغوى ټولنه کې د اسلام اصيل فهم شته، خو ټکنالوجي نه شته، خو زموږ په ټولنه کې نه د اسلام اصيل فهم شته او نه ټکنالوجي!
قرآن د ټکنالوجۍ لاسته راوړلو باندې امر کوي، الله تعالى وايي (واعدو لهم ماستطعتم من قوة ومن رباط الخيل ترهبون به عدو الله و عدوکم) په دې عصر کې د اسلام او د وطن له دښمنانو سره په جګړه کې د اس او توره نه په کارېږي، دغه وخت کې پرمخ تللې ټکنالوجي په کار ده، ځکه خو خداى د قوت لفظ استعمال کړى او بيا چې اس يادوي موخه يې د هر وخت هماغه وسايل دي، نه دا چې د ټکنالوجۍ په عصر کې له اسه استفاده وکړو، دا شايد له قرآن ډېر سطحي فهم وي چې څوک يې ټکى په ټکى تطبيق کړي.
د آذان مجلې په همدغه مرکه کې مولوي صاحب د ټکنالوجۍ په هکله ډېر په زړه پورې ځواب ورکوي. وايي که چېرته موږ ټکنالوجي لرله، امريکې کله پر موږ د يرغل جرئت کولاى شواى، همدا د ټکنالوجۍ نشت دى چې د شوروي يرغل آثار لا پاى ته نه دي رسېدلي، چې امريکايي يرغل مو هېواد يو وار بيا اشغال کړ.
د مجلې د مرکې په ترڅ کې له مولوي صاحبه يوه پوښتنه کوي چې (ځينې خلک اسلام تجزيه کوي، وايي: وسطي اسلام، افراطي اسلام، سياسي اسلام) او په بله پوښتنه کې وايي (ځينې کړۍ د اسلام د اصيل فهم خبره کوي) دا دوه پوښتنې سره ورته دي او ځواب يې هم سره ورته. مولوي صاحب هم په زړه پورې ځواب ورکوي، خو ما بيا هم وغوښتل يو څه ورګډ کړم.
د سياسي اسلام موضوع تل د سيکولرانو له لورې استعمالېږي او هدف يې هم د اسلام انحصار وي، ځکه خو اړتيا نه شته چې د وسطي او افراطي اسلام په څنګ کې ياد شي.
دا چې وسطي اسلام خبره کېږي، له دې موخه ډېره پاکه او د اسلام د اصيل فهم موضوع ده.
کله چې علما د شريعت او د فقهې تر منځ فرق ښکاروي، له فرقونو يې دا ښيي چې شريعت ثابت دى او فقه متغييره ده، شريعت معصوم دى او فقه د خطا وړ، شريعت يو دى او فهمونه مختلف. دلته هم همدا موضوع ده، ډېرى هغه کسان چې له اسلامه اصل فهم نه لري، افراط ته وتلي دي او په اسلام پسې داسې څه تړي، چې اسلام ترې برئ دى. دغه کسانو ته چې د مسلمان وژنه په عادي او ظني موضوعاتو کې روا بلي، له کفارو سره هر ډول مرسته او په هر حالت کې حرامه بولي، اسلامي ټولنې تکفيروي، د افراطي اسلام خطاب کېږي، دا هم د وسطي اسلام ځانګړنه ده چې هغوى نه تکفيروي، بلکې وايي چې په غلطه لار روان دى او له اسلامه يې فهم دقيق نه دى.
هغه څوک چې له شريعته سلفي او اصلي فهم لري، هغه د اصيل اسلام لاروي بلل کېږي او کوم چې نوي او افراطي فهم، هغوى هم کافر نه بلي، بلکې وايي چې له اسلامه ناسم فهم لري، د اصيل او وسطي اسلام حقيقت دغه دى، نه دا چې اسلام تجزيه کړي.
دا چې مولوي صاحب د وسطي اسلام حقيقت د قرآن په رڼا کې ښکاره کړى، اړتيا يې نه شته چې دلته يې يو وار بيا تکرار کړو.


 
-- 
-- 
zahid jalaly
زاهد جلالی