ملګري ملتونه: ۲۰۱۹ م کال کې ۱۰۰۰۰ په شمېر کې ۱۰۰۰۰ ولسي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

روهي( نۍ/۳ د کب )،  د افغانستان په جګړه کې ښکېلو ډلو په ۲۰۱۹ کال کې له ۱۰۰۰۰ څخه ډیر ملکیان وژلي او ټپيان کړي دي، د ملګرو ملتونو د یوه نوي رپورټ له مخې دا په روانه شخړه کې ملکیانو ته په لوړه کچه زیان په ډاګه کوي.

نوي رپورټ د ۳۴۰۳ ملکي وګړو وژل او۶۹۸۹ ټپي کیدل ثبت کړي دي، چې ډیری ملکي تلفات د دولت ضد عناصرو لخوا اوښتي دي. دا په پرله پسې ډول شپږم کال دی چې د ملکي تلفاتو شمیر له ۱۰۰۰۰ څخه اوړي.
 
ملکي وګړو ته په لوړه کچه د پرله پسې اوښتي زیان سربیره، د ۲۰۱۹ کال ملکي تلفاتو ارقام خورا ناوړه پړاو ته رسیدلي. د یوې لسیزې راهیسې په سیسټماټیکه توګه په ملکي وګړو د جګړې د اغیزو د مستند کولو وروسته ، ملګرو ملتونو وموندله چې په ۲۰۱۹ کال کې د ملکي تلفاتو شمېر۱۰۰۰۰۰ څخه اوښتی.
 
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشر تدامیچي یاماموتو وویل، "په افغانستان کې نږدې هیڅ یو ملکي وګړی د روان تاوتریخوالي له زیانونو خوندي ندی پاتې شوی." نوموي زیاته کړه: " لکه څرنګه چې سوله اوږده مهال ته اړتیا لري او دسولې هڅې روانې دي، د ملکي وګړو ژوند باید وساتل شي او د ټولو خواو لپاره اړینه ده چې د جګړې د درولو لپاره فرصت له لاسه ورنکړي.

په نوي رپورټ کې شامل شوي ارقام، چې د یوناما او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر لخوا په ګډه خپاره شوي - د تیر کال په پرتله پنځه سلنه کمښت ښیې، چې اصل کې د اسلامي دولت له لوري ملکي تلفات کم شوي دي. د نورو جنګي ډلو له امله د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې، په ځانګړي توګه د طالبانو له لوري۲۱ سلنه او د نړیوالو نظامي ځواکونو له لوري ۱۸ سلنه زیاتوالی راغلی، چې په عمده ډول د چاودیدونکو توکو د چاودنو او هوایی بریدونو د زیاتوالي له امله دی.

سربیره پردې چې د ۲۰۱۹ کال په جریان کې ملکي تلفات په خورا دقیقه توګه مستند شوي، رپورټ یو لړ سپارښتنې لري او په جګړه کې ښکېلو اړخونو ته ورپه یادوي چې په قصدي ډول د ملکي وګړو یا ملکي تاسیساتو په نښه کول د نړیوال بشردوستانه قانون څخه جدي سرغړونه ده چې جنګي جرم بلل کېږي.

"د جګړې ټولې خواوې باید د توپیر، تناسب او احتیاط کليدي اصول په پام کې ونیسي ترڅو د ملکي تلفاتو مخنیوی وشي ،" مشیل بیچلیټ ، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر وویل. "جګړه کې ښکېلې خواوې باید د بمونو، ګولیو، راکټونو او ناچاودو ماینونو له امله د ښځو، نارینه وو، هلکانو او نجونو د وژنې د مخنیوي لپاره اړین ګامونه واخلي، که نه نو دا کار به د منلو وړ نه وي.
 
ملګري ملتونه په ټولو خواو غږ کوي چې د حساب ورکولو د ډاډمن کیدو لپاره نړیوال بشري او بشردوستانه قانون څخه د سرغړونې ټولو تورونو په اړه ګړندۍ، اغیزمنې اورڼې څېړنې وکړي.