محمد سيد طنطاوي

 شيخ الازهرمحمد سيد طنطاوي

ليکنه: نوراحمد عايل
شېخ محمد سيد طنطاوي د مصر هېواد تر ټولو سترمذهبي سړى او د ستر اسلامي پوهنتون الازهر رييس د تېرې چارشنبې په ورځ مارچ په لسمه، سهار د زړه د حملې له امله د سعودي عربستان په مرکز رياض ښار کې د ٨١ کلنۍ په منگ ومړ،نوموړى د الازهر ٤٧ مشر و، او شاوخوا ١٤ کاله کېږي چې د الازهر رييس و.
شېخ طنطاوي سعودي عربستان ته د ملک فيصل د علمي جايزې د وېشلو لپاره تللى و ، داسې ويل کېږي چې سعودي ته روان شوى وو، بېخي روغ جوړ و.
شېخ طنطاوي ته دعوت ورکړشوى و، چې له سعودي عربستان وروسته د عراق کوردي سيمې ته ولاړ شي او د الازهر اړوند دوو مدرسو په پرانسته کې برخه واخلي.
د نوموړي د خـښولو مراسم په مدينه منوره کې ترسره شول اوپه جنة البقيه کې خاورو ته وسپارل شو.
شېخ محمد طنطاوي د مصر په مرکزي سيمه، د سوهاج ولايت د ختيځ سليم په کلي کې زېږېدلى و.د اسلامي علومو زده کړې يې د مصر په شمال د سکندريې په بندر کې پيل کړې. خپلې زده کړې يې د الازهر پوهنتون کې د حديث او تفسير په څانگه کې په لوړه درجه پاى ته ورسولې. او د همدې پوهنتون د ديني اصولو په پوهنځي کې د تدريس په چارو بوخت شو.
نوموړى له دې وروسته د تدريس په خاطر د څلورو کالونو لپاره لېبيا ته ولاړ، له هغه وروسته مدينې ته ولاړ؛ تر څو چې په ١٩٨٦ زېږدي کال د مفتي درجې ته ورسېد، اوپه ١٩٩٦ زېږدي کال د شېخ جادالحق له وفات وروسته د الازهر پوهنتون رييس يانې د مصر تر ټولو ستره مذهبي څوکۍ وروسپارل شوه.
د الازهر پوهنتون رياست په ټوله اسلامي نړۍ کې ډېر ستر مقام شمېرل کېږي او ټول اسلامي امت ورته په ډېره درنه سترگه گوري.
شېخ طنطاوي د يوه اسلامي عالم او د قرانکريم د مفسر په توگه د خلکو په منځ کې ځانگړى مقام لري ، او د اسلامي نړۍ لپاره د فتواوو مهم مرکز گڼل کېږي.
د نوموړي ځېنې نامتوکتابونه دادي: تفسير وسيط چې د قرانکريم ځېنې اياتونه يې پکې تفسيرکړي، د بني اسرايل په نامه کتاب چې يهود يې د قرانکريم له ليدلوري پکې څېړلي دي، همدارنگه (بانکي معاملات د فقې له نظره) يې د يادولو وړ دي.
خوشېخ به چې کله کله فتواوې ورکولې ، ډېر جنجال به ترې راپورته کېده، دده ځېنې دا فتواوې به د ځينوبنسټ پالو مسلمانانو نه خوښېدلې ، خود يوشمېر نويو ځوانانو چې لږ،لږ به د لوېديځ لورې ته ورمات وو د خوښې وړ گرځېدې. ځينې فتواوې يې بيا د هېچا نه خوښېدلې.
له يوه لوري به يې فتوا ورکوله چې بانکونه چې کومه ګټه خلکو ته دهغوۍ د پيسو په بدل کې ورکوي ربا ده او حرامه ده له بل لوري به يې هغو ښځو ته چې په زور پرې جنسي تېرى شوى وي، او دهغه له امله حاملداره شوې وي د هغوسقط جينين يې روا باله.
د شېخ په ډېرى سياسي فتواوو باندې خلکو نيوکې کولې او چندانې يې نه خوښېدلې.تردې چې د ژوند په وروستيوکې يې د مصر ډېريو خلکو په فتواوو غوږ نه گراوه او چندان پروا يې نه کوله او د خپلو شخصي مسايلو په باره کې به يې نورو مفتيانو په فتوا عمل کاوه.چې په دې سره شېخ يوازې له رسمي لوري مفتي اعظم شمېرل کېده.
کله چې امريکا او متحدين يې په عراق يرغل ته ځان چمتوکاوه شېخ علي ابوالحسن د الازهر پوهنتون د فتواوو د شورا رييس فتواى ورکړه چې که چېرې امريکا او انگرېزان په عراق يرغل وکړي ، نو د دوى د سرتېرو وژل حلال دي او له دوى سره جنگ واجب دى او هر مسلمان چې په دې جگړه کې ووژل شي شهيد گڼل کېږي.شېخ طنطاوي د همدې فتوا له امله شېخ ابوالحسن له خپلې څوکۍ لرې کړ او شېخ نبوي محمد العش يې پر ځاى کېناوه.
کله چې امريکايي ځواکونو په عراق کې انتقالي دولت جوړ کړ، شېخ نبوي محمد العيش فتوا ورکړه چې د عراق انتقالي دولت نامشروع دى او له هغه سره همکاري حرامه ده، شېخ طنطاوي نوموړى هم له څوکۍ لرې کړ اوقضايي مراجعو ته يې معرفي کړ.
نوموړي د يوې فتوا په صادرولو سره له لوېديځوالو سره د طالبانو جګړه هم ناروا بللې وه او په ټولو اسلام پالو جنګيالو يې غږ کړی وو چې سولې ته غاړه کېږدي.
شپږ کاله مخې کله د فرانسې ولسمشر نيکولاى سارکوزي د فرانسې د کورنيو چارو وزير و، له الازهر پوهنتون څخه په ليدنه کې شېخ طنطاوي ورته وويل: د فرانسې په ښوونځيو کې په مسلمانو نجونو د پړوني په اغوستلو بنديز د فرانسې حق دى او له هغو سره مخالفت د فرانسې په کورنيو چاروکې لاس وهنه ده.دده دې خبرې په مسلمانو ټولنو کې سخت غبرگونونه راوپارول، خو د مصر ولسمشر حسني مبارک يې هرکلى وکړ.
دوه کاله مخکې چې د حسني مبارک د ناروغۍ خبر خپور شو شېخ طنطاوي وويل هر خبريال چې دا خبر خپور کړ بايد په دورو ووهل شي ، چې دې فتوا يې هم په مطبوعاتو او د خلکو تر منځ جنجال راپورته کړ.
فهمي هويدي وتلي خبريال او شنونکي وليکل: شېخ چې د مصري حکومت په شکنجې، انحصارگرايي او په ټاکنو کې په درغلي سترگې پټوي او چپ پاتې کېږي ښه به دا وي چې له بودايي راهبانو يې زده کړي چې څنگه د حکومت په مقابل کې د ملت په خوا کې ولاړ وي.
يوکال وړاندې کله چې اسرايليانو په غزه باندې خپل بې رحمه يرغل جاري ساته او غزه يې کلابنده کړې وه ، شېخ طنطاوي د دينونو په نړيوال کنفرانس کې د اسرايلو ولسمشر شيمون پيرس ته د ستړې مشې په پار لاس ور اوږد کړ ، اسرايلي ورځپاڼو په دې سره وليکل چې : دا شېخ و،چې لومړى يې زموږ ولسمشر ته لاس ور اوږد کړ.
د مصر رسنيو په نوموړي ددې عمل له امله توندې نيوکې وکړې حتې تر دې چې د مصر په پارلمان کې يو مجلس جوړ شو چې نوموړى له خپلې ديني څوکۍ څخه لرې کړي.
پنځه مياشتې مخکې کله يې چې د الازهر پوهنتون د جينکيو له منشي تون څخه ليدنه کوله ،کله يې چې وليدل چې يوې جينکۍ مخ په پړوني کې پټ کړى دى ،نوموړي ورته وويل چې پړونى له مخ څخه لرې کړي ،جينکۍ مقاومت وکړ ،خو شېخ ورته غصه شو ،له هغه وروسته يې حکم وکړ چې په الازهر پوهنتون او د الازهر پوهنتون په ټولو اړونده مدرسو کې د نجونو لپاره د مخ پټول منع دي ، دمصر د ښوونې او روزنې وزارت هم دا خبره د خپل هېواد په ټولو ښوونځيو کې پلې کړه.خو د مصر هېواد د عدالت ادارې د ښوونې او روزنې وزارت دا فرمان لغو کړ.