هند ته افغان صادرات زیات شوي

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د مالوماتو له مخې؛ په تېر دوه زره نولسم کال کې پاکستان ته د افغانستان صادراتو کچه کمه خو، هند ته لوړه شوې.

د صادراتو د پراختیا او د کورني تولیداتو د تقويې په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګرۍ ملي پالیسۍ ترتېب کړې چې تمه ده په تطبیق سره به یې د سوداګرۍ او ټرانزيټ برخه کې ستونزې حل شي.

دغه پالیسي چې د خصوصي سکټور په ملتیا ترتیب شوې د سیمې او نړۍ سره د سوداګرۍ ادغام لپاره غوره اقدام بلل کیږي.

د سوداګرۍ وزارت د مالوماتو له مخې؛ تېر کال افغانستان په لومړي ځل د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت توکي بهر ته صادر کړي، هند ته د افغاني توکو د صادراتو کچه ډېره شوې خو برعکس د ځينو ستونزو له امله پاکستان ته د افغاني توکو صادراتو کې کموالی راغلی.

یو لامل دا دی چې پاکستان پر هغو افغاني توکو چې د یاد هېواد له بندرونو څخه نورو هېوادونو ته صادریږي نوي محدودیتونه وضع کړي.

پاکستان افغان سوداګرو ته وخت ټاکلی چې نور خپل توکي د کارګو پر ځای کانټینرونو کې انتقال کړي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، پاکستان د ټرانزیټ برخه کې د قوانینو خلاف عمل کوي او د یاد هېواد له لارې د صادريدونکو افغاني توکو د تفتیش او کنټرول برخه کې ستونزې جوړي.

خصوصي سکټور وايي، که پاکستان دغې پریکړې عملي کېدو سره به له یاد هېواد سره د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزيټ کچه کمه شي او سوداګر به اړ شي چې د صادراتو لپاره بدیلې لارې ولټوي.

د سوداګرۍ وزارت تر دې دمه ددې ستونزې په تړاو کوم اقدام نه دی کړی، خصوصي سکټور وايي، که چېرته پاکستان دغه اقدام عملي کړي ، افغانستان حکومت هم باید ورته اقدام کړي او له کاڼټينر پرته منځنۍ اسیا ته د پاکستاني توکو لېږد مخه ونیسي.

اوس د افغانستان تکیه د سوداګرۍ برخه کې پر پاکستان کمه شوې او اړتیا نه لیدل کیږي چې پاکستان ته دې احتیاج پيدا شي.

تاسو ولیده چې پخوا به د تورخم لار بنده شوه بازارونو کې به د توکو بیې لوړې شوې، خو اوس له پاکستان سره د سوداګرۍ په بندیدو یا کمیدو هیڅ بازار باندې تاثیر نه لري.

اوس چې افغانستان بدیلې لارې پيدا کړي، هند او نورو هېوادونو سره راکړه ورکړه زیاته شوې او پاکستان سره به هر اقدام کې بالمثل عمل کیږي.

سوداګر هم په دې برخه کې له حکومت غوښتنې لري چې پاکستان نازونه دې بې ځایه نه مني او سوداګري او اړیکې دې د دوه اړخیزو ګټو په اساس وي.