رویا رحماني: ښځې د افغاني ټولنې یو څرګندحقیقت دی چې د سولې په پروسه کې باید خوندي وي

روهي( جمعه/۲ د کب )،  د روان ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري پر ۱۹مه نېټه، د امریکا په متحده ایالتونو کې د افغانستان لویې سفیرې او ځانګړې استازې مېرمن رویا رحماني د جورج ټاون پوهنتون څېړونکي ټیم ته چې د افغان سولې په پروسه کې د ښځو پر ونډه څېړنې کوي، د افغان حکومت د پالیسي او افغان سولې په هکله مالومات ورکړل.
 
د جورج ټاون پوهنتون د 'اسپین انسټیټیوټ د مېرمنو د ودې پروګرام'، ددغې شپاړس کسیزي ډلې مشري پخوانۍ سفیرې او دیاد انسټیټیوټ پروفیسورې مېرمن نانسي مک ایلډوني کوله.

مېرمن رحماني د اوسني افغانستان په چارو او ټولنه کې د ښځو پر مهمه ونډه ټینګار وکړ او د سولې په خبرو کې، د وروستیو دوولسیزو د لاسته راوړنو، ساتلو موضوع یې روښانه کړه. دغه راز یې د سولې د پروسې او د بېلابېلو احتمالي پړاوونو او افغان حکومت د لیدلوري په هکله د ګډونوالو پوښتنې ځواب کړې.
د مېرمن رحماني سره تر لیدنې وروسته، د موضوع په تړاو د سفارت ډیپلوماټ هارون حکیمي د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړل.
په پام کې ده چې د جورج ټاون پوهنتون یاد څېړونکی ټیم په افغان سوله کې د ښځو پر ونډه خپلې موندنې د ملګروملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو سره شریکې کړي.