ولسمشر د هېواد د ۳۴ ولايتونو واليانو سره د مونيخ کنفرانس مالومات شريک کړل

روهي( درې نۍ/۲۹ د سلواغې )، ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ په ارګ کې د هېواد ۳۴ ولايتونو واليانو سره د مونيخ کنفرانس مالومات شريک کړل.

ولسمشر غني د سولې پروسه کې د نویو فرصتونو په اړه خبرې وکړې او المان ته یې د خپل وروستي سفر او د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د افغانستان له متحدینو سره د خپلو کتنو په اړه والیانو ته مالومات ورکړل.

ولسمشر وویل، موږ د یوې نوې پروسې پر لور ځو چې پایداره سولې ته د رسېدو فرصتونه برابر شي،هغه زیاته کړه، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ظرفیتونه او تحرک زیات شوی او زموږ ځواکونه له دفاعي حالت څخه په تعرضي حالت کې قرار لري.

ولسمشر غني د جمهوري نظام د بنسټونو پر ټینګښت او پیاوړتیا په ټینګار څرګنده کړه، د افغانستان ملکي ادارې خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په خاطر د حکومتولۍ لازم ظرفیتونه لري.

د ختيځ زون واليانو په استازيتوب د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل خبرې وکړې او د تلپاتې سولې په اړه يې نظر شريک کړ.
نوموړي وويل، چې له دغه فرصت څخه بايد د دايمي سولې ټینګښت لپاره ګټه واخلو او د سولې په پروسه کې يې د باور جوړونه او د ابهماتو لمنځه وړل مهم ياد کړل.
هغه زياته کړه، د تاوتريخوالي کموالی د باور جوړونې لومړنۍ مرحله ده، د دغه مرحلې برياليتوب، د سولې وروستیو مرحلو لپاره لار پرانيزي.
دی وايي، چې په دې حساسه مرحله کې، د حکومت مسئوليت دروند دی، چې ولسونو ته امنيت تامن او لازم خدمات وړاندې کړي او همدا راز د طالبانو دنده يواځې جنګ نه کول او تاوتريخوالي څخه لاس اخیستل دي.