خوی اوفطرت چې دزمري نلري
دجنګ ډګرکې چې ځواني نلري
سرکې چې خیال دسرداري نلري
چې پت ،میړانه یی دژونداصول ، قانون ندی
انسان به و ي خوخدایږودغه خوپښتون ندی
چې دغیرت په لمبوسوی یې ځیګرنه وي
په شان دتندرداسمان غلیم په سرنه وي
نوم دمیړانې یې چې خورپه لراوبرنه وي
چې دوطن مینه کې ډوب لکه مجنون نه دي
انسان به وي خوخدایږودغه خوپښتون ندی
چې دبل ژبه ترخپل غوره ګڼې
کلچر،اخلاق یی ترځان بره ګڼي
بل هنروال ځان بې هنره ګڼي
دپښتون ژوندچې بې پښتوشونوژوندون ندی
انسان به وي خوخدایږودغه خو پښتون ندی
اغیار مې خوب دورکیدلوویني
رانه دپلارنیکه دژبې هیریدلوویني
دروغ تاریخ مې دښاغلوویني
څومره ناپوهه دی ، خبرله نوي یون ندي
انسان به وي خوخدایږودغه خوپښتون ندی
زه خولاغواړم لراوبریوکړمه
دپلارنیکه مې لوی ټبریوکړمه
هم یې پکرونه ،هم نظریوکړمه
نوردی مهال دیوکیدو،وخت دبیلتون ندی
انسان به وی خوخدایږودغه خوپښتون ندی
زه ( منتظر) یم ،انتظاربه کړمه
دخپل ولس لپاره زیاربه کړمه
داچې افغان یم ،افتخاربه کړمه
هرڅه به ومنم په خدای خوښ مې بیلتون ندی
راځئ بدل کړوخپل تقدیر،داخوژوندون ندی
منتظرمسيد
پېښور- لره پښتونخوا
2005کال
وروستي