که کرونا ويروس افريقا ته ورسيږي نو څه به پېښ شي؟ 

روهي (جمعه/۲۵ د سلواغې)، افريقا د نړۍ هغه لويه وچه ده چې ډېری هېوادونه او وګړي يې کمزوری اقتصاد او همدا ډول وګړي يې  په غربت کې ژوند کوي. د افريقا په ډېری برخو کې د افغانسنان په څېر تېر کې جګړې شوې او يا هم اوس مهال په جګړو کې دي. 

افريقا کې د کرونا ويروس کومه مثبته پېښه تر اوسه نه موندل شوې، خو په لومړيو کې چې په چین کې کرونا ويروس خپور شو، يو افريقايي وګړی چې پر کرونا د اخته ناروغ فکر پر کېدو وينه يې د معايناتو لپاره پاريس ته ولېږل شوه. په افريقا کې هغه وخت د يو مجهز لابراتور د نشتون له امله د هغه کس وينه نېږدې ۶۰۰۰ زره کيلو متره لېرې پاريس ته ولېږل شوه. 

افريقا يو مېلېارد او دوه سوه مېلونه وګړي لري، خو په دې ټوله وچه کې هغه لابرارتوارونه چې د کرونا ويروس تشخيص په کې کېدای شي يوازې شپږ دانې دي. 

د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې د افريقا په ۵۴ هېوادونو کې تر اوسه د کرونا ويروس کومه مثبته پېښه نه بثت شوې، خو دلته د ويروس د خپرېدو امکان ډېر دی. د ياد سازمان ويره دا ده چې که چېرې افريقايي هېوادونو ته کرونا ويروس ورسيږي، نو مخنيوی، درملنه او کنټرول به يې ستونزمن وي. 

د افريقا د څه باندې يو مېلېارد وګړو تر منځ يو مېلېون چينايي وګړي هم ژوند کوي. دغه چينيان په افريقا کې په سوداګرۍ، د معدنو پروژو، ساختمانې چارو او نورو برخو کې په کار او دندو بوخت دي.