دا ته څـــــه فکر کوی په ما دی څه ګومان کړی دی
زه هغه افغان یم ما حکومت په ټول جهان کړی دی
که المان دی که پاريس دا وی پخـــــــــــــــــوا خبری
زما غيرت ته خـــــــــــــو سلام هم اصفهان کړی دی
که می سر غـــــــــــــوڅ ای غليمه بيا يې هم نه پريږدم
خاوره ساتم د بلا مخ ته می خپل ځـــــــــان کړی دی
په خپل لاس می وؤ لوی کړی نن هغـــــــه ماشومان
وای ته کافر ندی پريږدم دا می اعــــــــــلان کړی دی
ملا بښنـــــــــــــــــه غــــــــــــــــــــواړم زه يوه پوښتنه لرم
د دوی په غـــــــــــوږ کی چـــــــــــــــــــــا اذان کړی دی؟
(شفقه)میلمــــــــــــــــــــــــه ی خپل وینه د بل ورکوی
همدغه کار کی خو سلام ورته شیــــــــطان کړی دی
شفيق الرحمن شفق
وروستي