حيران يم نه پوهيږم پــــــــــــــــــــــه ستم زمـــا د يار
وژاړم په ځــــــــــــــــان او که په غـــــــــــــم زما د يار
کله سترګو کې شي موسکه کله شنه شي له ژړا
په غم کی اموختــــــــــــــه شوم په دې چم زما ديار
څاڅــــــــــــکي شي باران شي راوريږي له اسمان
راياد چې يې ديدن شي ماخـــــــــوستن زما ديار
ناڅاپه په مخ راغلـــــــــه نوک نيولي وارختا شوه
اداؤ يې په زړه باندې ويشتم زمـــــــــــــــــــــــــا ديار
(شفق)قلم په لاس کې خــــــــــو له شعرنه خبر نه وم
وس جوړ رانه شـــــــــــــــــــاعر شو په يو دم زما ديار
شفيق الرحمن شفق(دوبۍ)
وروستي