نېږدې ورځو کې به د امريکايانو او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک شي 

روهي (پنځه نۍ/۲۴ د سلواغې)، د سولې عالي شورا وايي چې په نېږدې ورځو کې به د وسله والو طالبانو او امريکايانو ترمنځ افغانستان کې د سولې هوکړه ليک لاسليک شي. 

د سولې عالي شورا  اجرائیه بورډ يو غړي عبدالحکیم مجاهد په  دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي، "داسې معلومېږي چې کېدای شي په ډېر نږدې کې د طالبانو او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ هغه توافقات لاسلیک شي چې په هغه کې د امریکايي ځواکونو د وتلو مهالوېش تر بحث لاندې دی او د سولې عالي شورا د دې خبر هرکلی کوي."

يو شمېر لوېديځو رسنيو هم د امريکايي چارواکو له خولې ليکلي دي چې د ولسمشر ټرمپ حکومت له طالبانو  سره د سولې هوکړه ليک لاسليک ته نېږدې شوی دی. 

د طالبانو له خوا د تاوتريخوالي کمول او د امريکايانو ځواکونو د وتلو مهال وېش اوس مهال د طالب او امريکايي استازو ترمنځ پاتې خبرې دي. 

له تېر يو کال راهيسې په قطر کې د زلمي خليلزاد او د طالبانو سیاسي مشرانو ترمنځ د سولې خبري کيږي، خو تر اوسه وروستۍ پرېکړې ته نه دي رسېدلي.