سبا او بل سبا د ناټو دفاع وزيران پر افغان سولې خبرې کوي 

روهي (درې نۍ/۲۲ د سلواغې)، ټاکل شوې ده چې د ناټو غړو هېوادونو دفاع وزيران به د همدې اوونۍ په دوه اخيرو ورځو کې پر افغان سولې او امنيت دوه ورځنۍ ناسته تر سره کړي. 

د ناټو د سرمنشي د ویاند مرستیال پییرز کازالي رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي، چې افغان ځواکونو اوس مهال د دفاع او جګړې وړتيا لري. نوموړي دي چې ناټو په افغانستان کې د امريکا متحدو ايالتو د سولې هڅو ملاتړ کوي. 

اوس مهال ناټو او امريکايي ځواکونو په افغانستان کې د وسله والو مخالفو ډلو او طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو په روزنه او ملاتړ بوخت دي. 

د افغانستان د سولې خبرې کابو له تېر يو کال راهيسې د افغان روغې - جوړې  لپاره د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او قطر کې د طالبانو مشرانو تر منځ روانې دي خو تر اوسه يې کومه څرګنده پايله نه ده ورکړې. 

مسکو هم د افغان سولې په برخه کې ونډه اخېستې او د لومړي ځل لپاره يې د افغان سياسي مشرانو او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ ناسته تېر کال جوړه کړه.