ډمې رسنۍ

د موقتې ادارې له رامنځته کېدلو او تر دې دمه ځینو رسنیو تخریب او مسایل تحریم کړي دي. که څه هم د رسنیو لپاره ځانګړې تګ لاره په دین، اساسي قانون، د رسنیو قانون او نورو وضعي قوانینو کې معلومه او روښانه ده. خو دلته یې مسلکي کسان هم حیرانه او پریشانه کړي دي.

زه یې پر نورو اړخو نه تم کېږم نېغ پر نېغه یې د فرهنګي قمار او د دود لیلام ته سر وښکاره کوم.

د هېواد اکثره رسنۍ په داسې مسیر مخته روانې دي، چې نه یې زموږ دین او نه یې کلتور مني، نوموړې رسنۍ خپل دود او فلکلور قمار کړ او د لیلام په قیمت یې د غرب او شرق په پښو کې کېښود.

رسنیو داسې یو زهرجن وایروس خپور کړ، چې تداوي او رغونه به یې میاشتې نه،  بلکې کلونه  به ونسي، پردی او صلیبي فکر یې رایج کړ.

هندي، ایراني، پاکستاني ... او ترکیي نیمه/ بشپړ لوڅ لباس یې زموږ کورونو ته رادننه کړ، د تفریح په نوم د  هالیوډ او بالیوډ سینمایي ایکټرې/ ایکټران لوڅ سر، خلاصه سینه، تنګ او چسپ کالیو واله یې د خپرونو چلونکې یې د استخباراتي کړیو لخوا په لوړ معاش په دندو وګمارل.

اقتصادي ، روزنېزې او تفریحي خپرونې یې د داسې کسانو پر مټ مخته ځي، چې هغوی د کپیټلیزم شکېدلې رېښې دلته بیا پیوندوي او...

اوس اندیښنه دا دی؛ که چېرې  موږ همداسې لاس تر زنې کینو نو زموږ د فرهنګ او ثقافت تاریخ به  پر کومو کرښو لیکل کېږي او د دې پرديپالو رسنیو پر مټ به  زموږ  نور کوم ملي ارزښتونه  لیلام کړي/شي

۱ - زموږ دین یې بدنام کړ
۲ - فرهنګ یې لیلام کړ
۳ - افغانیت یې وشرماوو
۴ - افغاني فرهنګ  یې د ډېوې پتنګ، سیتا قاسمي... او نجیبې فیض پر مټ نړیوالو ته معرفي کړ.

۵ - قوم یې سپک کړ.
۶ - زموږ د کورنیو په نماینده ګي هغه تش په نوم افغانان، چې د غرب په لمن کې خوځېدلي د ښځو د حقوقو مدافع کړل.
۷ - د غرب نا دوده او ناسخ شویو ورځو لمانځلو ته یې نوې بڼه او زوروره وده ورکړ.
۸ - عامو خلکو ذهنونه یې د غیري اسلامي مذهبونو په لور مایل کړل.
۹ - داسې انځور او فلم خپرول یې عادي کړل، چې مسلماني وجدان خو پر ځای، انساني ضمیر ته هم د منلو نه دی.
۱۰ - د دې پر ځای، چې افغاني کلتور غښتلی کړي، د هندي،ترکیي، ایراني... او پاکستاني سریالونو پرمټ یې زموږ ځوان، ښځه، پېغله... او ان ماشومان بې فرهنګه او بې ادبه کړ.

۱۱ -  اعلانات بیا د داسې سندر غاړو او فیلمي ستورو(!) پر مټ وړاندې کوي، چې هغوي نیمه لوڅې، نیمه ژبې او اخلاقي فساد ککړې وي.
۱۲ - که چېرته  سر ټمبه چارواکي کومې سندر غاړې ته ستاینلیک/ تقدیر نامه ور کړي د دې پر ځای، چې رسنیو هغوي له مثبته زاوې تحلیل او یاد راپور خپور کړي دوي نور هم دا انګار تازه او په سلګونه ځله هغه انعکاس کوي.
۱۳ - د تفریحي خپرونو د وړاندې کولو لپاره یې اماتورې او تنکۍ انجوني ګمارلې دی، د دې پر ځای چې هغوي سالمه تفریحي پروګرامونه وړاندې کړي، ټولنه له سالیمتوب څخه لرې او د اخلاقي فساد لورته سوق کړې.
۱۴ - تاسو که د تېرو ۲۰ کالونو تنکي ځوانان/ ځوانانې ووینئ نومونه یې د هندي، ترکيي، ایراني... او پاکستاني فلمي/ سریالي لوبغاړو ته ورته وي (مشاهده، تدرس، محصل/ محصلینې)
که هر څومره دا نیمګړتیاوې لیکم ممکن په یوه لیکنه کې یې پای ونه مومم؛ خو عامو او د نورو مسلکوخلکو ته وایم، چې تاسو د ژورنالېزم څخه نفرت مه کوئ نه ژورنالېزم دومره بې قدره، سپک، پلورل شوی مسلک دی او نه هم ژورنالېستان دومره بې ضمېره کسان دی چې ملي ارزښتونه تر سوال لاندي راولي( هغه چې د دې خلاف دي هغوی ژورنالېستان نه دي). په افغانستان کې ژورنالېزم د محمود طرزي، سیدجماالدین افغان...محی الدین انیس هغه تګلاره وه، چې د وخت جبر او ستم به یې په دار کاوو.خو اوس ځینې رسنۍ د جبر او ستم د لاس الې ګرځېدلې دي
زما په څلوره کلنه تحصلي دوره( ژورنالېزم)، یو خورد مطالعه کې او اوسني مسلکي تدرس کې، نه داسې کلمه، جمله او ان حرف راغلی، چې په هغه کې  داسې ډمتوب ته اشاره شوې وي  او نه هم راتلونکی دی.

که څه هم رسنۍ یوه وسیله دي  چلاوو، کارونه او کنترول يې پر انساني حواسو پورې تړاوو لري،خو دلته یو څو پلورل شوي کسان دی، چې رسنۍ یې بدنامې کړې. او په عام اصطلاح دې ډمو رسنیو پر مټ یې کلتور، فرهنګ، ټولنه يې؛ سیمې اونړۍ ته وحشي او ځنګلي معرفي کړه.

دیادونې وړ ده، چې ښې رسنۍ هم شته خپرونې د قدر وړ دي او اکثریت په کې پوه او مسلکي کسان ګمارل شوي. چې نه یوازې د دین، کلتور او سیاست مدافع دي بلکې د افغان افغانیت هم په هسکه غړۍ ساتلی دي.