
روهي( یوه نۍ/۲۰ دسلواغې )، د هېواد اجرایه رییس عبدالله عبدالله د آلمان د پارلمان استازي او د بهرنیو اړیکو د کمیټې غړي امید پیمان سره لیدنه وکړه.
پدې لیدنه کې چې په کابل کې د آلمان سفیر پیتر پروګل هم حضور درلود د دواړو هېوادونو د حکومتونو او پارلمانونو ترمنځ د اړیکو د غښتلتیا، په افغانستان کې د آلمان مرستی او حضور، د سولې په برخه کې پر لاسته راوړنو او پر ولسمشریزو ټاکنو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
عبدالله عبدالله هیله څرګنده کړې چې ولسمشریزې ټاکنې پایلې د خلکو د هیلو سره سمې اعلان شي.