په جرحه او تعدیل کې د امام أبوحنیفه رحمةالله تعالی علیه مقام!

د جرحې او تعدیل د علم اهمیت له اهل علم او د دغه فن له پوهانو پټ نه دی، امام علي بن مدیني فرمایي: 
" أشرف العلم: الفقه فی متون الحدیث، و معرفة أحوال الروّاة".
 
تر ټولو اوچت علم د احادیثو په متونو کې فقاهت او د راويانو د احوالو پیژندنه ده. ( منهاج السنة: 7/ 428)
 
او دغه علم دومره اړین دی چې دده په سبب صحیح حدیث او غیر صحیح حدیث پیژندل کیږي، امام ابوحنیفه رحمه‌ الله له دغو دواړه سمندرونو څخه مستفید وو.
 
اګر که امام ابوحنیفه رحمه الله په دې اړه کوم ځانګړی او مستقل کتاب نه لري ، خو نوموړي ته په دغه فن کې مکمل مهارت او عبور تام حاصل وو، او له ده څخه د ځېنې اشخاصو په اړه څه اقوال رانقل شوي دي چې د دغه فن علماؤ دغه اقوال په خپلو کتابونو کې لیکلي دي او هغه یي د ذکر وړ بللي دي، دلته مونږ د هغو اقوالو یوه برخه راوړو تر څو دعلماؤ په نیزد په جرحه او تعدیل کې د امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله له مقام څخه خبر شو.
 
 
① _ امام الجرح والتعدیل شمس الدین الذهبي رحمه الله په «تذکرة الحفّاظ» کې د امام ابوحنیفه یادونه کړې ده، علامه ذهبي په دغه کتاب (تذکرة الحفاظ) کې د هغو کسانو او اشخاصو نومونه را وړي چې د هغوي اجتهاد د افرادو د توثیق او تضعیف کولو په اړه مقبول وي.
 
نوموړی لیکي: "هذه تذکرة بأسماء معدلی حملة العلم النبوی ومن یرجع إلی إجتهادهم فی التوثیق والتضعیف، و التصحیح و التزییف، و بالله أعتصم وعلیه أعتمد و إلیه أنیب ".
 
همدارنګه علامه ذهبي په «ذکر من یعتمد قوله فی الجرح و التعدیل» کې او علامه سخاوي د «المتکلّمون فی الرّجال» په رساله کې د امام ابوحنیفه رحمه الله نوم د جرحې او تعدیل د علماؤ ترڅنګ لکه:
امام أعمش، امام مالک، امام ثوري، امام اوزاعي و... ذکر کوي.
 
امام ذهبي لیکي:
"فلمّا کان عند إنقراض عامّة التّابعین فی حدود الخمسین و مئة، تکلم طائفة من الجهابذة فی التوثیق و التضعیف، فقال أبوحنیفة: ما رأیت أکذب من جابر الجعفی و ضعّف الأعمش جماعةً، و وثق آخرینَ ...".
( أربع رسائل فی علوم الحدیث: صفحه 175).
 
دغه رنګه امام ذهبي په «تذکرة الحفاظ» کې  د امام جعفر بن محمد الصادق په تذکره کې د  امام اعظم قول را نقل کړی او فرمایي : 
« و عن أبی حنیفة: ما رأیت أفقه من جعفر بن محمّد».
 
② _ علامه سخاوي فرمایي:
" فلمّا کان عند آخر عصر التابعین و هو حدود الخمسین و مئة، تکلّم فی التّوثیق و التجریح طائفة من الأئمّة: فقال أبوحنیفة: ما رأیت أکذب من جابر الجعفی، وضعّف الأعمش جماعةً، و وثق آخرینَ ...".
(أربع رسایل فی علوم الحدیث: صفحه 97)
 
③ _ رئیس المحدّثین سفیان بن عیینه چې صحاح سته خصوصاً صحیح مسلم د هغه له روایاتو او احادیثو څخه ډک دی ، فرمايي:
 هغه لومړنی کس چې زه یې  محدّث وګرځولم ، امام اعظم أبوحنیفه وو:
" أول من أقعدنی للحدیث أبوحنیفة، قدمت الکوفة فقال أبوحنیفة: إنّ هذا أعلم النّاس بحدیث عمرو بن دینار، فاجتمعوا علیّ، فحدّثتهم" .
(الجواهر المضیئة: 1/ 30 او الخیرات الحسان د إبن حجر مکی: صــ 28- 29)
 
د امام سفیان بن عیینه دا وینا په علم حدیث کې د امام اعظم رحمه الله پر مقام او دده پر جرحه او تعدیل باندې د علماؤ په اعتماد دلالت کوي .
نو امام اعظم رحمه الله يواځې محدث نۀ وو ، بلکه نور یې هم محدثین جوړ کړي .
 
 
④ _ امام ترمذي رحمه الله هم د امام ابوحنیفه قول معتبر بللی او په خپل کتاب «العلل» کې یي روایت کوي:
«حدثنا محمود بن غیلان، عن جریر، عن یحیی الجمانی، سمعت أباحنیفة یقول: ما رأیت أکذب من جابر الجعفی، و لاأصدق من عطاء».
( تهذیب التهذیب: 2/ 48)
و قال أبوقطن عن أبی حنیفة: نعم حشو المصر هو( أی شعبة)». (تهذیب التهذیب: 4/ 344)
 
⑤ _ امام بیهقي رحمه الله هم د امام ابوحنیفه رحمه الله قول معتبر بللی او فرمایي :
« ... سمعت أبا سعد الصنعانی وقام إلی أبی حنیفة فقال: یا أباحنیفة! ما تقول فی الأخذ عن الثّوری؟ فقال: أکتب عنه، فإنّه ثقة، ما خلا أحادیث أبی إسحاق عن الحارث و حدیث جابر الجعفی».
(الجواهر المضیئة: 1/ 30)
 
دا داهل علم په نیزد  په فن د احادیثو او په جرحې او تعدیل کې د امام اعظم د شان پر عظمت باندې دلالت کوي چې له ده څخه د امام ثوري رحمه الله په څیر د لوی محدث او فقیه د شخصیت  په اړه پوښتنه کیږي .
 
همدا راز امام بیهقي فرمایي:
« و لو لم یکن فی جرح جابر الجعفی إلا قول أبی حنیفة، لکفاه به شرّاً، فإنّه رآه وجرّبه و سمع منه ما یوجب تکذیبه فأخبر به». 
که د جابر جعفي په اړه د امام اعظم له قول څخه علاوه بل قول هم نه وای نو یواځې د امام اعظم رحمه الله قول دهغه د شرارت د بيان لپاره کفایت کولو، ځکه امام اعظم هغه لیدلی او آزمویلی دی او هغه څه یي اوريدلي چې تکذیب یي ثابت وي.
( القراءة خلف الإمام: 1/ 157).
 
د امام بیهقي په نیزد په جرح او تعدیل کې د امام اعظم رحمه الله مقام ته وګورئ، چې یواځې د ده قول د یو شخص د مجروح کولو لپاره کافي ګڼي. 
 
⑥ _ علامه عبدالرحمن إبن جوزي هم په «الموضوعات» او علامه إبن حزم په  «المحلي في شرح المجلي» کې د امام اعظم جرحه پر جعفي باندې را نقل کړې ده، علامه ابن حزم لیکي: 
 
”جابر الجعفي کذاب، و أول من شهد علیه بالکذب أبوحنیفة “. 
جابر جعفي کذاب دی او تر ټولو  دمخه دده په دروغجن کیدو امام ابوحنیفه شهادت کړی.
(انجاء الوطن، صــ: ۳۱)
 
⑦ _ ابو سلیمان جوزجاني فرمایي:
« سمعت حماد بن زید یقول: ما عرفنا کنیة عمرو بن دینار إلا بأبی حنیفة، کنّا فی المسجد الحرام و أبوحنیفة مع عمرو بن دینار، فقلنا له: یا أباحنیفة! 
کلّمه یحدّثنا، فقال: یا أبامحمّد! حدّثهم و لم یقل یا عمرو!».
ما له حماد بن زید څخه واوریدل چې وېي ویل: 
زه د امام ابو حنیفه په وسیله باندې د عمر بن دینار په کنیه باندې وپوهیدلم، یوه ورځ په مسجدالحرام کې وو او امام له عمرو بن دینار سره هم و ، امام ابو حنیفه ته مې وویل:  عمرو ته ووایه چې مونږ ته حدیث بیان کړي، امام اعظم عمرو بن دینار ته وویل : 
ای ابو محمّد! دوي لپاره حدیث بیان کړه او وېي نه ویل  یاعمرو!
(الجواهر المضیئة: 1/ 31).
 
د امام حماد بن زید علمي شخصیت د اهل علمو نه پټ نه دی، د ده له روایاتو څخه د احاديثو کتابونه ډک دي . دداسې يو کس قول چې وایي مونږ د عمروبن دینار کنیه د امام اعظم په وسیله زده کړه او دا د امام اعظم رحمه الله د احادیثو د رجالو پر پیژندنه باندې دلالت کوي او بل مطلب چې له دغې واقعې څخه درک کیږي هغه دخلکو او د سترو محدثينو په نیزد د امام اعظم رحمه الله مقام دی چې د احاديثو د بزرګانو څخه د احادیثو د اوریدلو لپاره ده ته متوسل کیږي .
 
همدا شان امام فرمایلي دي:
«قاتل الله جهم بن صفوان و مقاتل بن سلیمان، هذا أفرط فی النفی، و هذا أفرط فی التّشبیه». 
( الجواهر المضیئة 1 /31)
او حافظ په (تهذیب التهذیب: 10 / 281) کې را نقل کوي : « قال إسحاق بن إبراهیم: قال أبوحنیفة: أتانا من المشرق رأیان خبیثان، جهم معطل، و مقاتل مشبه»، وقال محمّد بن سماعة عن أبی یوسف عن أبی حنیفة: أفرط جهم فی النّفی، حتّی قال: إنّه لیس بشئ، و أفرط مقاتل فی الإثبات، حتی جعل الله تعالی مثل خلقه». 
 
⑧ _ امام أبوحیّان أندلسي فرمایي :
« و قال الثوری، و أبوحنیفة و یحیی بن آدم: 
غلب حمزة النّاس علی القرآن و الفرائض».
(البحر المحیط: 3/ 159).
 
د پورته ذکر شوو عباراتو په رڼا کې دا خبره واضح شوه چې د امام صاحب اقوال د جرح او تعدیل په باب کې په اعلی سطحه معتبر دي، همدارنګه د رجالو په کتابونو لکه:
 
(تهذیب الکمال) د امام مزي ، (تهذیب التهذیب) د امام ذهبي ، (تذهیب التهذیب) د حافظ ابن حجر او داسې نورو… د جرح او تعدیل کتابونو کې د امام صاحب متعلق مزید اقوال لیدلی شئ!
 
او لکه څنګه چې امام صاحب د رجالو له پیژندونکو څخه دی ، نو ځکه محدثینو د ده په قول اعتماد کړی، او دده دثقاهت او عدالت له کبله یي قول د ذکر قابل ګڼلی دی.