
روهي (نۍ/۱۹ د سلواغې)، د انګلستان حکومت هغه ډاکټر چې پر ۲۴ ښځينه ناروغانو يې جنسي تيری کړي وو نېولی او د لومړی محکمې د حکم پر اساس پر ۱۵ کاله بند محکوم شوی دی.
دغه ډاکټر منېش شاه نوميږي چې دغه چنسي تيري یې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ کالونو ترمنځ کړي دي. له جنسي تيرو سربيره نوموړي د جنسي خورونو پر ۹۰ پېښو هم اعتراف کړی دی.
تېره جمعه د محکمې قاضي د دغه ډاکتران په کړنو خواښني ښوودلې او ويلي دي چې د طب په سپيڅلي مسلک کې دا ډول کړنې د بښلو وړ نه دي.