اندرابي:د قیصاري قضیي په اړه مونږ د څارنوالۍ څيړنو ته په تمه یو

روهي(جمعه/۱۸ د سلواغې)، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مسعود انداربي وايي، د نظام الدین قیصاري نیولو لپاره د ځواک استعمال او څرنګوالي په اړه ډېرو خلکو غبرګونونه لرل، خو د ده په وینا وزارت په دې اړه د څارنوالۍ پلټنو انتظار کوي.
په مزارشریف ښار کې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په لړ کې که له یوې خوا قیصاري و نه نیول شو، نو له بلې خوا يې د عملیاتو څرنګوالي او بیا د قیصاري برخلیک په اړه هم بېلابېلې پوښتنې راپورته کړې. افغان حکومتي ځواکونو دوې میاشتې مخکې نظام الدین قیصاري په خپل کور کې محاصره کړی و، خو له هغه راهیسې د نوموړي د برخلیک او هغو عملیاتو په هکله ډېرې خبرې نه دي شوې.
ښاغلي اندرابي د افغانستان ستراتژیکو مطالعاتو په انسټیټیوټ کې د خبرو پر مهال د نظام الدین قیصاري پر ضد د عملیاتو او راتلونکو ګامونو په اړه وویل:د قیصاري قضیي په اړه موږ د څارنوالۍ څيړنو ته په تمه یو، طبیعي ده چې د ده د نیولو د عملیاتو په اړه ډېرې پوښتنې هم مطرح دي، خو وروسته له دې چې د ملي شورا او څارنوالۍ څېړنې بشپړې شوې که بیا هر څه اړتیا وه موږ به يي عملي کړو.