سي ای  اې  د ايران د اتومي پروګرام کارکوونکي تېښتې ته هڅوي

  جريده الغد لاس انجلس ورځپاڼې  پر خپل انټرنېټي وېب پاڼه کې  پرون کښلي ، چې د امريکا مرکزي استخباراتو ( سي ای اې )  لوېديځ ته د پناه لپاره د هغو ايرانيانو د هڅولو داسې يو پټ پروګرام پيل کړی ، چې د ايران په اتومي پروګرام کې دنده لري  .  ورځپاڼه  کاږي ، چې د استخباراتو  پخواني او اوسني  مسوولين  له  دغه پروګرام څخه خبر دي .   دغه پروګرام  ، چې د ( مغزونو تصفيه ) نوم ورکړل شوی د سپينې  ماڼۍ  په امر او خوښه  په 2005 ز پيل  شوی  څو دايران اتومي پروګرام له دغې لارې شنډ کړي  .  ورځپاڼه ليکي  : (دغه پروګرام دومره په زړه پورې پايلې نه درلودې  ، يوازې شپږ تنه  ايرانيان تښتېدلي  خو له دوی څخه يو هم  نه دې توانېدلي ، چې د ايران د اتومي پروګرام په اړه نوي معلومات  ورکړي . ورځپاڼې د تښتېدلو کسانو هويت نه دی څرګند کړی  ، خو هتله داسې ګونګسې شته ، چې د دفاع د پخواني وزير مرستيال علی رضا اصغري په تېښته کې ، چې په تېره فبرورۍ کې  په ترکيه کې لادرکه شو  د سي ای اې لاس  و .  ورځپانه  د سي ای اې د يو پخواني مامور له خولې کاږي  ، چې سي ای اې په مستقيمه توګه له هغو کسانوسره  نه دي ليدلې ، چې دتېښتې نيت لري  ، بلکې ددې لپاره يې په ايران کې نور کسان ګومارلي دي . د سي ای اې د هغو معلوماتو له مخې ، چې د القاعده د پروګرام  په ترڅ کې راټول شوي  او د استخباراتو د راپور ټوله تکيه هم پردې ده وايي ، چې ايران په 2003 ز کې خپل اتومي پروګرام درولی و .