د پښتومعاصره ډرامه نه يوازې له خپلې خور دری ډرامې په عمر کمه ،بلکې آسمان ېې هم د ځلانده ستورو ډیر تش او ډیره موده داسې هم راغلي چې میاشتې څه چې ان کلونه ېې مخ تورو لړواو وریځو
ورپوښلی وي. خو که ستوری ېې د ګوتو په شمارهم دی زموږ د ډرامې آسمان پرې تل روڼ او رنګين دی.
یو له دغو ځلیدونکو ستورو هم ستورۍ منګل ده چې دمرحوم جان محمد پلار، مرحوم منان ملګري، مرحوم ف، فضلي، مرحومې زلیخا فخري، مرحومې صا یمه اکبر، سیلۍ، داود مقصودي جمیله شفق، عبدالله صمدي اوځینو نورو سره ېې د پښتو ډرامې آسمان ځلانده او روښان ساتلي دی.
ستورۍ منګل نه یوازې د پښتو ډرامې دتمثیل او لوبونې په سیالۍ کې له ډیرو دمخه او د ښه نوم څښتنه ده او دژوند ډیره زیاته برخه ېې په تمثیل کې تیره شوې ده بلکې د خپلې اوږدې تمثیلې تجربې او سابقې تر څنګ ېې د راډیو او تلویزیون په ګڼو خپرونو کې د ویندوېې او پرودیوسرۍ ویاړ هم ورپه برخه دی: د پښتو تنستان خپرونه ، جمعه او زموږ ډالۍ ، د وریښمو کاروان ، د ژوندلاره ، روغتیا او نورې ګڼې خپرونې ېې بیلګې دي.
ستورۍ د زیاتو پښتو ښځینه لوبغاړو په څیرخپل هنري فعالیت له راډیو پیلوي او له ۱۳۵۲نه تر ۱۳۷۱ هجری لمریز پورې په بي شمیره پښتو او دري راډیويي ډارمونو ، پرله پسې نکلونو، تلویزیوني لنډو ډرامګیو، تلویزیونی تیاترونو او همدارنګه په لویو تیاتری نندارو کې برخه اخلي. ستورۍ یوازینۍ لوبغاړې ده چې ډ ډرامو په ټولو بڼواو په دواړوملي او رسمي ژبو : پښتو او دري کې رغنده برخه اخلي.
ستورۍ نه یوازې په راډیويي ډرامه کې ښه ځلیږي بلکې د خپل هنري فعالیت له پیله زموږ په ملی سینما کې د یوې ممتازې څیرې په توګه هم راڅرګندیږي.
رابعه بلخي او سیاه موی و جلالی د پنځوسمې لسیزې هغه دوه رومانتیک فلمونه دی چې په یوه کې د سیا ه موی او په بل فلم رابعه بلخی کې د ندیمې په توګه د هرچا په ژبه ګرځي . او په هربنډارکې ېې په تمجید او توصیف ځوانان خپل ینډارونه ګرموي.
ددې د هنري ډراماتیک استعداد برکت وچې په ۱۳۵۲هجری لمریز کال چې ددې د ډراماتیکو تجربو د پیل کلونه وودهندي پرو ډیوسرانو پام هم ځانته رااړوي او هغه د هند د سینما د وتلو سینمایی څیرو هما مالنی او فیروزخان سره د پرهیزګار په فلم کې راڅرګندیږي.
ستورۍ د افغانستان د پښتو ډرامې د ښځینه برخې یواځینۍ استاذې ده چې تر دې دمه ېې هیڅکله دپښتو ډرامې سره خپل پیوند او اړیکې نه دی شلولي . هغه که په هیواد او که له هیواده بهر په پیښوراو که د ا څوکلونه په اروپا په هالند او اوس په انګلستان کې په ټولو ځایونواو وختونو کې ېې ډراماتیک فعالیت ګړندی او په خوند او درنګ روان دی.
کله چې په افغانستان کې د نجیب الله حکومت ړنګ او پر ځای ېې تنظیم واکی راغله ،سینما ،تیاتر او نورو فرهنګي ارزښتونو ته د سپکاوي له کبله ستورۍ هم د نورو ګڼو هنرمندانو په څیر کډوالۍ ته اړشوه . خو ډیر ژر د کډوالۍ په چاپیریال کې هم د ښه مرغه له خپل هنر سره بیرته وتړل شوه او پوره ډیرکلونه ېې د بی بی سی په ښوونیزه ډرامه: ((نوی کور او نوی ژوند)) کې ېې په بریالۍ توګه د زرمینې او بس بی بی کرکترونه ولوبول.
ستورۍ نه یوازې د پښتو ډرامې مینه والو ته په دې زړه ته ورنږدې هنری استعداد دی بلکې هغه د پښتو ډرامې او سینما د غوړیدو د تحریک یوه فعاله ، سرلارې او هڅا نده مبارزه هم ده.
دهمدې د د وړاندیزونو ،هڅو او ملاتړ برکت وو چې د مهاجرت فلم جوړولو ته عملی ګام واخیستل شو او همدا وه چې تر ټولو زیات ېې په کډوالۍ کې د یوه سینما یی مرکز تا سیس ته د پښتني فرهنګ د خواخوږوپام راواړاوه.
څو کلونه وړاندې وتوانیده د عبدالغفوربریښنا لیکلي تیاتر چمتواو نندارې ته وړاندې کړي او نن سبا ېې د ناکامورا مستند فلم جوړلو ته مټې رابډوهلي دي.
ددې د اوږد عمر ،روغتیا او ځلانده بریو په هیله
وروستي