د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (درې نۍ/سه شنبه)

جيونيوز: ويرات کولي د اوسني لومړي وزير عمران خان په څېر کپتاني کوي 
د هندوستان د کرېکټ ملي ټيم پخوانی لوبغاړی او کرېکټ شنونکي سانجي منجرکار د ويرات کويلي او د پاکستان اوسني لومړي وزير عمران خان د وخت کپاتنۍ سره پرتله کړې دي. 

سانجي منجرکار پر ټوېټر ليکلي دي، "د ويرات کويلي په مشرۍ د هندوستان کرېکټ ملي ټيم مشرۍ ماته د تېر وخت د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د کرېکټ ټيم کپتاني ياد ته راوړي. دواوړو پر ځان بارو درلود. عمران خان د پاکستان لپاره داسې کپتاني وکړه، چې د پاکستان کرېکټ ټيم يې له ماتو را وګرځولو."

د هندوستان دغه پخواني لوبغاړي د اوسني لومړي وزير عمران خان د کرېکټ وخت ستاينه کړې  ده. د پاکستان اوسنی لومړی وزير عمران خان يو وخت د خپل هېواد د کرېکټ کپتان او لوبغاړی پاتې شوی. 

الجزيره: د کينيا پخوانی ولسمشر (دانیل آرپ مووي) د ۹۵ کالونو په عمر ومړ 
 دانیل آرپ مووي چې ۲۴ کاله د کينيا ولسمشر پاتې شوی وو، د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ. 

دی په ۱۹۸۲ کال کې د کينيا دېکتاتور ولسمشر وټاکل شو او پوره ۲۴ کاله يې واک په لاس کې درلود. نومووړي د خپلې واکمنۍ په وروستيو کالونو کې کينيا کې د ديموکراسۍ دور پيل کړ. 

۹۵ کلن دانیل آرپ مووي له تېرې يوې مياشتې په روغتون کې بستر وو. د کينيا اوسني ولسمشر (اوهورو کنیتا) د پخواني ولسمشر مړينه پر دولتي تلويزيون اعلان کړه. 

اسوشېيټېډ پرېس: د امريکا  تګزاس ايالت د يو پوهتون په شپېغالي کې د دوه ميرمنو جسدونه موندل شوي 
 د امريکا متحدو ايالتو تګزاس ايالت (A&M) نومي پوهنتون شپې خونه يا ليليه کې يو ماشوم په ټپي حالت او د دوه ميرمنو مړي پيدا شوي دي. 

راپورونه وايي چې دغه ميرمنې او يو ماشوم په مرۍ وېشتل شوي دي. له سيمې پولیس وايي چې پلټنې يې پيل کړې دي، خو تر اوسه يې بريدګر نه دی نېولی او دا هم نه ده مالومه چې د پېښې تر شا لامل څه وو. 

له دغه پېښې پوهنتون تړل شوی او محصلین يې رخصت کړي دي. پوليس وايي چې د وژل شوې ميرمنو د هويت په اړه پلټنې کوي. دا نه دي ويل شوي چې وژل شوې ميرمنې د پوهنتون محصلينې وې او کنه. 

په امريکا کې دا ډول پېښې نوې نه دي، ډېری ځلې د پوهنتونونو، ښوونځيو او ګڼې - ګوڼې ډک ځاينونو کې وسله وال پر خلکو ډزې کوي، چې لاملونه يې مختلف وي. 

رشیه ټوډې: هندوستان د څلورنيم مېلېارده امريکايي ډالرو په ارزښت پنځه پايې S-400 روسيې چارواکي وايي چې هندوستان ته يې د S-400 مزايلو دفاعي سېسټم توليد پيل کړي دي. دغه دوه هېوادونه په ۲۰۱۸ کال کې د S-400 دفاعي سېسټم په اړه هوکړې ته سره رسېدلي وو. 

مسکو به نوي ډيلي ته نېږدې د څلور نيم مېلېارده په ارزښت پنځخه پايي د مزايلو دفاعي S-400 سېسټم په واک کې ورکړي. امريکا هند ته خبرداری ورکړی وو چې که چېرې له مسکو S-400 سېسټم واخلي نو له بنديزونو سره به يې مخ کړي. 

هندي چارواکي وايي چې د بهرنيو فشارونو سره - سره نوي ډيلی تيار دی چې له مسکو S-400 د مزايلو دفاعي سېسټم را ونېسي. 

سکای نيوز: چين کې په زرګونه سپيان او پيشوګانې له لوږې سره مخ دي 
نړيوال روغتياپالان او د ژوي په برخو کې فعالان چې چين کې  د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته د دغه هېواد له وهان ولايت څخه په مېلېونه خلک ګدوال شوي دي او کورني حيوانات بند پاتې دي. 

د ژويو په برخه فعالان وايي چې په چين کې د کرونا ويروس د بحران په ترڅ کې هغه کورنۍ حيوانات لکه سپيان او پيشوګانو نه دي انتقال شوي او له سختې لوږې سره مخ دي.

د چين د ووهان  ولايت ښاروال رسنيو ته ويلي ديی، چې تر پنځه مېلېونه وګړي له دغه ولايت کده شوي دي او کورونه يې له خپلو آهلي حيواناتو سره پرېښودلي دي. 

اندېښنه دا ده چې خلک د خپلې روغتيا غم اخېستي دي او هغه حيوانات چې دوی ساتلي وو اوس همداسې بند د کورنو او اپارتمانونو دننه بند پاتې دي. 

بي بی سي انګلېش: په پنځه زره کسانو  ته پلی شو خو HIV (اِچ ای وي) واکسين پايله ورنه کړه 
 د روغتيا ملي انسټېټيوټ ويلي دي چې په افريقا کې يې په پنځه سره کسانو د HIV واسکين تطبيق کړ، خو مثبته پايلې نه ده ورکړې. 

روغيتا پالان وايي چې دغه چارې مايوسه کړې دي خو لا هم خپلو هڅو او تجربو ته دوام ورکوي، ترڅو د HIV سرعي ناروغۍ ته دمخنيوي لار پيدا کړي. 

د لیندا-ګیل بکر په نوم د روغتيا ملي انسټېټوټ يو ډاکټر چې د HIV واکسين د کمپاين غړی دی ويلي دي چې ياد واکسين ۵ زره کسانو ته ورکړل شوی، پايلې يې نه ده ورکړې خو دوی به دا لړۍ جاري وساتي ځکه ياد واکسين کومې جانبي ستونزې نه لري. 

HIV چې وروسته د ايډز لامل کيږي يوه نړيواله ناروغي ده چې تر اوسه يې د درملنې اساسي لارې نه دي موندل شوې.  

رويټرز: چين کې د کرونا ويروس له امله ټايلنډ دوه مېلېارده امريکايي ډالر توان کړی 
 چين د ټايلنډ د تازه ميوې او شنو (سبزيو) ستر واردونکی هېواد وو خو په چين کې د کرونا ويروس له خپرېدو ورسته د دغه دوه هېوادونو ترمنځ سوداګري ځنډېدلې ده. 

ټايلنډي چارواکي وايي چې هغه ميوې او سبزۍ چې پخوا چين ته لېږدول کېدې اوس مهال بند پاتې دي او د خرابېدو په  حال کې دي. 

د چين او ټايلنډ ترمنځ تېر ۲۰۱۹ کال د سوداګرۍ کچه ۲۹ مېلېارده امريکايي ډالر وه چې اوس مهال يې د پام وړ لاندې تګ کړی. 

العربيه: جاپان خپلو کښتو پسې عرب سمندرګي ته ساتونکې کښتي لېږلې 
منځني ختيځ کې د امريکا متحدو ايالتو او ايران ترمنځ د وروستيو تاوترخوالي وروسته جاپان په سميه کې د خپلو سوداګريزو کښتيو په فکر کې شوی دی. 

تازه جاپان يوه لويه کښتي عرب سمندرګي ته لېږلې ده ترڅو هلته د خپلو نورو کښتيو ساتنه وکړي او د امريکا او ايران د احتمالي جګړې پر وړاندې يې وژغروي. 

لومړي وزير شېنزو بي د کښتۍ عملې ته ويلي دي چې د منځني ختيځ او عرب سمندرګي يې د جاپاني کښتيو خوندي ساتنه ستاسو لومړی مسووليت دی. 

که څه امريکا او ايران په خپلو کې سره وران دي، خو جاپان له دغه دواړه هېوادونو سره پراخه سوداګريزې اړيکې لري.