عبدالله عبدالله: سوله د افغانستان د خلکو غوښتنه او هیله ده، موږ د سولې له هڅو ملاتړ کوو

روهي( یړوه نۍ/۱۳ د سلواغې )،  اجرائیه رئیس ( عبدالله عبدالله ) او د ثبات او همپالنې ټیم رهبرۍد افغان سولې په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره پداسې حال کې وکتل، چې په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن او د ناټو ځواکونو د غوڅ ملاتړ قوماندان سکاټ میلر یې ملتیا کوله.
اجرائیه رئیس سوله د افغانانو او افغان حکومت له غوښتنو او هیلو یاده کړه او تمه یې وښوده، چې طالبان به د ټولنې په درک کولو او د فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې، څومره چې ژر کیږي، سولې ته غاړه کیږي، په هېواد کې روانې وژنې او جګړې ته د پای ټکی کیږدي.

اجرائیه رئیس همدا ډول ټینګار وکړ، چې سوله باید د هیڅ ډلې او یا شخص يه انحصار کې نه وي؛ بلکې دا خبرې هر اړخیزه وي، سیاسي ګوندونه، ملي شخصیتونه، ښځینه او مدني ټولنې باید پدې خبرو کې دخیل اوسي او د دوي له نظرونو او لید لورو څخه دې، د دې خبرو په بریالیتوب کې ګټه واخیستل شي.

 زلمي خلیل زاد د هېواد له اجرائیه رئیس او د ثبات او همپالنې ټیم له رهبر ډاکټر عبدالله عبدالله څخه مننه وکړه او هم یې د طالبانو سره د سولې خبرو د ګډې ناستې، په دوحه کې د سولې په تړاو ناستې، بروکسل ته د خپل وروستي سفر او د ناټو له غړو سره د لیدو کتو او اسلام اباد ته د تللو او هلته د پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په برخه کې د کړو خبرو په تړاو د هېواد اجرائیه رئیس او د ناستې ګډونوالو ته مالومات ورکړل.

 خلیلزاد په خپلو خبرو کې د افغان سولې په برخه کې لاسته راوړنې د امریکا متحده ایالاتو له مهمو اهدافو یادې کړې او ټینګار یې وکړ، چې د امریکا متحده ایالات د تاوتریوالي د کمولو میکانیزم پر مشخص تعریف، چې د امریکا متحده ایالاتو، د افغانستان حکومت او خلکو ته د منلو وړ وي له وسله والو طالبانو سره هوکړې ته ژمن دي او پدې برخه کې د طالبانو ځواب ته په تمه دي.

 خلیلزاد همدا راز ټینګار وکړ، چې د طالبانو سره د خبرو مرکچي پلاوی باید ټول منلی، هر اړخیز او د افغانستان د هرې برخې استازولي وکړي.