روهی( پنځه نۍ/۱۰ د سلواغې )، ولسمشر محمد اشرف غني نن د افغانستان د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو خونې پرانیستغونډه کې ګډون او وینا وکړه.
ولسمشر په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، کرنه او مالداري یوازې د ودې نه، بلکې د افغانستان د ثبات لپاره مهم دي.
ولسمشر غني زیاته کړه، حکومت کار کوي چې د ښار او کلي فاصله لمنځه یوسي او د کرنې له سیاسي، اداري او اقتصادي هر اړخیز اهمیت څخه استفاده وشي او د افغانستان راتلونکی په کرنې پورې تړلی دی.
ولسمشر د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو اتحادیو ته وویل، د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو خونې جوړېدل به ستاسو غږ یو کړي او محصولات به مو په اسانه او ارزانه په کور دننه مارکېټونو سربېره بین المللي مارکېټونو ته ورسېږي.
ولسمشر وویل، په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان صادرات درې برابره شول او له یو میلیارد ډالرو څخه واوښتل. زموږ پلان دا دی چې هر کال باید په دې کچه ۵۰۰ میلیون ډالر زیات شي. د حکومت ژمنه دا ده چې ستاسو تولیداتو ته بین المللي بازارونه پیدا کړي.
ولسمشر د هیواد له سوداګرو وغوښتل چې د صادراتو کیفیت او حیثیت ته جدي پام وکړي او د افغانستان هر سفیر او کونسل به په بهرنیو هیوادونو کې د افغانستان د تولیداتو استازیتوب کوي او تر اوسه د سوداګریزو اتشو کارونو ښه پایله ورکړې ده. صادرات د باور زنځیر دی او دولت ژمن دی چې له پروسس تر پلور پورې په ټولو مرحلو کې اسانتیاوې برابرې کړي.
ولسمشر په ټینګار سره وویل، د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو د ښه والي لپاره د اوبو مدیریت مهم دی او افغانستان به په راتلونکو پنځو کلونو کې خپلې ۸۰ سلنه اوبه مهار کړي.
ولسمشر وویل، د ملي بحث په چوکاټ کې د کابل خلکو سره د کتنو په لړ کې اوبه په پنځو عمده ستونزو کې یوه ده او د څښاک پاکې اوبه خوندي نه دي، نو حکومت کار کوي چې په لویو ښارونو کې د څښاک اوبو ستونزه حل شي. هغه زیاته کړه، د ژوند چاپېریال د تغییر په حال کې دی او اړتیا ده چې موږ هم ورته ځانونه تیار کړو.
ولسمشر د هیواد مالدارانو او کروندګرو ته وویل، حکومت په پلان کې لري د هیواد په ۵ نقطو کې د ارزښت زنځیر اساسي مرکزونه جوړ کړي، ترڅو هغوی پوه شي چې محصولات یې له تولید تر پلور پورې خپل اررښت لري او څه ډول یې وساتي.
همدا ډول د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دُراني وویل، د افغانستان د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو خونې جوړېدل به په ولایتونو او کلیو کې د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو اتحادیې تر یوه چتر لاندې راټولې کړي او له تولید تر پروسس او باراز موندنې پورې ټولو مرحلو کې به همغږي ښه او زیاته کړي.
وروستي