سولې ولسي حرکت غړي: پاکستان دې په افغان خاوره کې مداخله بنده کړي

روهي( پنځه نۍ/۱۰ د سلواغې )، د سولي ولسي حرکت غړو د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ اړوند پر فرضي کرښه د یوه لاریون پر مهال د پاکستان د مداخلو په اړه ږغ پورته کړ.
 
هغوی پر پاکستان ږغ وکړ چي نور دې  په افغان خاوره کې مستقیمه او غیر مستقیمه مداخله بنده کړي.
د لاریون پر مهال د جګړې پر ښکېلو اړخونو ږغ وشو چي، الهي سولي ته غاړه کښېږدئ او نور باید افغانان ونه وژل شي.
 
په دغه لاریون ګډون والو وویل: نور دې طالبان او عسکر نه سره ونه وژني او د دوی مشران باید اوربند وکړي.

د لاریون ګډونوالو هم د جګړې پر ټولو اړخونو د جنګ بس دی ږغ وکړ او له هغوی څخه یې د واقعي اوربند او سولې غوښتنه وکړه.
 
د لاریون په وروستۍ برخه کي له پاکستاني مشرانو څخه وغوښتل شول چي نړیوالو مدني قوانینو ته ژمن پاته شي او هغه کسان دي نه تنګوي چي، د عدم تشدد پلویان دي.

پاکستاني مشران باید ژر تر ژره د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتون خوشي کړي.

د سولي ولسي حرکت غړو کندهار په پنجوایي او د بلخ په بلخ ولسوالیو کي د اوربند او سولې غوښتنه کړې وه.