جان ماري ګوستاف لوکليزيو

 جان ماري ګوستاف لوکليزيو له څو لسيزو راهيسې په فرانسه کې يوه نوموتې څيره ده. دی دخلکو له ډير درناوې څخه برخمن دی اوهغه بيا داسې درناوې ،چې ډير ورته په اوبوکې خوله کيږي دا له هغو ليکوالو يو دی ،چې کتابونه او اثار يې ښه بازار لري ، لوکليزيو اوس د 68 کلو دی ،خو دخپل لوړ قد او شنو سترګو له برکته ځوان ښکاري خو دخپلو آثارو (د يونليک ليکوال ، هندو په ښار کې ، يو شهکار ) له امله ډېر مشهور شو .
« داسې اروا ده ،چې له دې نړۍ تښتېدلې ده تر څو په هغه بله کې خپل لومړنی فطرت ومومي ...» کره کتونکو فرانسوي ليکوال جان ماري ګوستاف لوکليزيو دغه ډول ستايلې . نوموړې د يوشمير ادبي څټو سره په سيالۍ کې د 2008 ز د نوبل جايزه تر لاسه کړه .
د سويډن شاهي اکاډمۍ ،چې دنوبل جايزه ورکوي د پنجشنبې په ورځ په خپله خبرپاڼه کې کښلي و « دوی پريکړه کړې ،چې سږ به فرانسوي ناول ليکوال ته به دده له نوښته ډکو ليکنو په ځانګړې توګه د ماشومانو د ادبياتو په برخه کې دده د شهکار له کبله د نوبل جايزه ورکوي . دا له 1985 ز څخه راوروسته لومړنی فرانسوې دی ،چې دنوبل جايزه تر لاسه کوي .
ددغې جايزې قيمت 10 ميلونه سويډني کرونه دی ،چې 1,80 ميلونه يورو کيږي او د روان کال د ډيسمبر پر 10 به ، چې د نوبل جايزې د بنسټګر الفريد نوبل دمړينې له 1898ز سره سمون خوري ورکول کیږي .
جان ماري ګوستاف لوکليزيو په 1940 ز کې په نيس کې له برتانوي توکمه پلار او فرانسوۍ مور څخه زيږيدلې په 1948 ز کې په نيجيريا کې له خپل پلار سره يو ځای شو له دې وړاندې يې روزنه دمور او نيا پر غاړه وه . د ژوند په همدغه پړاو کې يې دليکوالۍ وړتيا راخپله کړه په کور کې يې کوچنی کتابتون درلود او پردې سربېره یې له نيا سره د کېسو پريمانه زيرمه پرته وه .
کله ،چې نيجيريا ته له خپل پلار سره ديوځای کيدوپه موخه ، چې هلته یې د نيواکګرو په ليکو کې دنده درلوده ورروان شو نوموړي په بیړۍ کې د دوو ناولونود ( اوږد سفر ) او ( زما تور ګلان ) دليکلو هڅه وکړه وروسته يې بيا په خپلو نورو اثارو کې ورڅخه ګټه واخېستله .
نوموړې دجګړې په اړه کاږي « جګړه داړونکې واقعیت دی ، د ماشومتوب د پېر جګړه مې لا تيره نه وه ،چې په ځوانۍ کې له بلې جګړې سره مخ شوم له يوې خوا برتانيه له ماليزيا سره او فرانسه الجزاير سره ښکر په ښکر وه ، زه دجګړو په ډز او ډوز کې راستر شوم او هر وخت د کوچيدو له ګواښ سره مخ وم ، له زړه پردې باور وم ،چې دا ظالمې جګړې دي همدغه واقعیت زما قلم ته لورې ورکړ » .
لوکلوزيو په 1963 ز کې د ( رسمي مجلس ) په نوم خپل لومړنی ناول خپور کړ او د رنودو جايزه يې هم تر لاسه کړه له دې سره جوخت يې په 1964 ز کې دلوړو زده کړو ديپلوم هم تر لاسه کړ او د ( هنري ميشو په اثارو کې ګوښيتوب ) تر سرليک لاندې يې خپل مونوګراف هم بشپړ کړ . او په 1965 ز کې یې خپل دويم کتاب ، چې ( تبه ) نوميده او د ليونتوب په اړه يې نهه کيسې درلودې خپور کړ .
له فراغته وروسته لوکليزيو په بريستول او لندن پوهنتونو کې د استاد په توګه دنده پيل کړه ،1967 ز د لوکليزيو په ادبي او شخصي ژوند کې پريکنده کال و په بانکوک کې عسکرۍ ته جلب شو لږ وروسته يې مکسيکو ته وشړه ځکه ده فيغارو نومې مجلې ته ويلي و ، چې په تايلينډ کې له ماشومانو سره بدفعلي کیږي .
لوکليزيو ،چې مکسيکو ته سفر ورسيده همدلته يې د سرو هندوانو دکلتور په اړه پلټنې پيل کړې نوموړي په 1970 – 1974 ز تر منځ په ډارين ايالت کې له هندي توکمه ملتونو سره استوګنه غوره کړله ددغې تجربې په اړه کاږي : « دا حسي ستر ټکر و ، هوا توده وه ، زه بايد تر ډيره پلې تللې وای ، زه بايد ځيږ او شخ ګرځيدلې وای ، له کومې ورځ ، چې مې بدن دغه نړۍ لمس کړې زه نو بيا کوم باعقله موجود نه وم همدغې تصور وروسته بيا زما پر ليکنو جوت اغیز پريباسه ،دغې تجربې زما ژوند اوفکر بدل کړ ، له نورو سره زما د چلند بڼه هم ورسره بدله شوه ،څرنګه بايد ولاړ شم ، څه وخورم ، څرنګه بيده شم کوم ډول مينه وکړم ان تردې ،چې کوم ډول خوبونه وګورم » .
لوکليزيو دمکسيکو او سرو هندوانو په اړه څوکتابونه وکښل په 1976 ز کې ( شيلام او د درد انګيرنه ) په 1985 ز کې ( د ميشوکان اړيکې / دمکسيکي هيله ) په 1997ز کې ( د اختر سندرې ) ...
د 1978 او 1979 ز تر منځ لوکليزيو ( نامعلومه ځمکه ) او د ( موندواو نورې کيسې ) تر سرليک لاندې کتابونه وکښل په بازار او کتابپلورنځيو کې یې ښه هرکلی وشو په همدغه وخت کې دګاليمار دخپرندويه ټولنې غړی شو ، لوکليزيو په 1980 ز کې دفرانسوۍ اکاډمۍ لخوا د بول موران جايزه تر لاسه کړه او دغونکور جايزې لپاره يې ( درې سپيڅلې ښارونه ) او ( دښته ) په نوم اثار خپاره کړل .
په 1981 ز خپلې اصلي جزيرې لور ته وخوځيده او همدغه مهال يې په 1985 ز کې د( سرو زرو په لټه ) کې کتاب وليکه .
لوکليزيو په 23 کلنۍ کې د ( لوبروسيه بال ) په نوم ناول خپور کړ او په فرانسه کې يې د رونودوه په نوم تر ټولو لوړه ادبي جايزه وګټله او له همدې وروسته یې په ادبي او اروپايي نړۍ کې ستوری په ځليدوشو
لوکليزيو په 1988ز کې په فرانسه کې له يهودي کړيو سره په جنجال واوښت اوله جان جينيه سره يې ورته وباله نوموړي په يوې فلسطينې مجله کې د ( سرګردانه ستوري ) په نوم خپل ناول په مسلسله بڼه خپراوه ، چې ډيره برخه يې دفلسطيني ګډوالو غميزې ته ځانګړې شوې وه .
کره کتونکي خليل البيطار په ( الموقف الادبي ) مجله کې د لوکليزيو په اړه وايي : نوموړې تل دشتون په لټه کې و ، همدې هڅوه ،چې دګواښ په بیه هم خپل ځان ثابت کړي ،دده په خپلو نوښتيزو ليکنو کې دمقابل لوري داواز په لټه کې و ، دلويديز اسطورې يې له يوې مخې ردولې او تل پر وړاندې د سرکښۍ توغ رپاوه .
دا نو بيا کومه نادوده نه وه ، چې په فرانسه کې له يهودي کړيو سره په جنجال واوښت پرده يې نيوکې پيل کړي ، تورن يې کړ او دده ( سرګردانه ستوری ) اثر يې ،چې د فلسطيني ګډوالو غميزې يې په کې انځورولې د سامي نژاد پر ضد وباله .
له دې وروسته لوکليزيو څو پرله پسې اثار خپاره کړل په 1989 ز کې پسرلی او څو نور فصلونه ، په 1993
ز کې اونيتشا او سرګردانه ستوری ،په 1997 ز د سرو زر کب ، په 1999 ز کې مرغلره ، په 2001 ز کې زړه سوځوي او په 2003 ز کې انقلابونه په نوم اثار خپاره کړل ،چې هر يو يې په خپل ځای د ستاينې وړ هغه دي .
دلوکليزيو يو شمير اثار دنړۍ نورو ژبوته هم ژباړل شوي دي د شلمې پيړۍ په اتيايمو کلونو کې د نوښتګر ليکوال په توګه په ادبي کړيو کې پيژندل شوې و ، په خپلو ليکنو کې يې دليونتوب ، ژبې او ليکنې په اړه ښې تبصرې کړي . داسې ويل کيږي ، چې لوکليز ورځپاڼه نه لولي ، رادو نه اوري خو ددې مانا دانه ده ، چې ده له فرانسې سره اړيکې پرې کړي نوموړي کله ناکله د فرانسې په شمال لويديځ کې خپل کور او بڼ ګوري .
اوسمهال لوکليزيو له خپلې ميرمن او دوه لوڼو سره د امريکا په نيومکسيکو کې ژوندکوي .
د2008 ز کال دنوبل جایزې ګټونکي په دې توګه دي :
روغتيا :
د طب په ډګر دنوبل جايزه دريو پوهانو تر لاسه کړې ده له المان څخه هارالډ تسور هاوسن او له فرانسې څخه فرنسواز باري سنوسي او لوک مونتانیه ګټلې ده . دغو دريو واړو ډاکترانو په ګډه هغه ويروس کشف کړې ، چې د ايډز او د رحم د سرطان لامل ګرځي . دنوبل جايزې کميسون وايي : دوی په مټ کشف شوی ويروس په بنسټيزه توګه له موږ سره مرسته کولای شي ، چې ددغو دوو ناروغيو د درملنۍ لارې چارې ولټوو .
باري سنوسي وايي : زه بايد اعتراف وکړم ما تراوسه ددغسې يو خبر داوريدو هيله نه درلوده او زه دهغو کسانو له ډلې نه يم ، چې دژبو په سر وي زه باوري يمه ، چې ماخپله دنده تر سره کړه . دوی به په خپلو منځوکې 1,80 ميلونه يورو ویشي .
 
فزيک
په فزيک کې دوه چاپانيانو او يو امريکايي ، چې په پلازمينه توکيو کې زیږيدلې ګټلې دغه درې پوهان په دې توګه دي ماکوتوکوباياشي ، توشيهايد ماسکاوا ، يوتیشيرونامبو .
دماسکاوا ميرمن ژورناليستانو ته وويل : ميړه یې هیڅکله له چاپان بهر سفر نه دې کړې په علمي کړيو کې د دودشوې ژبې انګلیسي تاب نه لري پردې سربېره که چيرې وغواړي ، چې د جايزې د ورکولو په مراسمو کې ونډه واخلي لومړي بايد ځان ته پاسپورټ واخلي .
 
کيما
دکيما په برخه کې دريو پوهانو ،چې دوه یې امريکايي( مارتن چالفي ، روګر څين ) دي او دريم چاپانی (اوسامو شيمومورا ) دی .
دا درې عالمان به په خپلو منځو کې 1,4 ميلونه ډالر ویشي .