خلک د سیاسي ناندریو پر ځای عملي کار غواړي!

د غویی میاشت افغانستان کې ډېره خونړۍ وه. د لوګر مرستیال والي قمرالدین شکیب په همدې میاشت کې د طالبانو په کمین کې ژوند له لاسه ورکړ. په دې میاشت کې دغه راز په یوه ورځ کابل کې نهه خبریالان شهیدان شول، دا راز په همدې ورځ خوست کې د بي بي سي خبریال شهید شو، دا د افغانستان د رسنیو په تاریخ کې خونړۍ پېښې وې.

دې میاشت کې طالبانوخپل پسرلني عملیات د خندق په نوم اعلان کړل او ویې ویل چې دا عملیات به ډېر پراخ وي او بهرني ځواکونه هم د عملیاتو د تمرکز یوه برخه ده. طالبانو سملاسي یرغلیز وضعیت ونیوه په فراه او څو نورو ولایتونو کې یې په ملي اردو او پولیسو خونړي او پیچلي بریدونه تر سره کړل. د فراه ښار ځینو ساحو ته ننوتل او هلته دوه درې ورځې له امنیتي ځواکونو سره نښتو کې وو. امریکایی ځواکونو پرې هوایی ګوزارونه وکړل او هغه تصویرونه یې هم خپاره کړل چې له بې پیلوټه الوتکو اخیستل شوي وو او پلي طالبان یې هدف ګرځول.

د غویی په میاشت کې د بدخشان کوهستانات ولسوالۍ د طالبانو لاسونو ته ولوېده، دا په داسې حال کې ده چې دې ډلې د یمګان او وروج ولسوالۍ له وړاندې تر خپل کنترول لاندې راوستي دي او له څو کلونو پرې واک چلوي. طالبانو دا راز بغلان کې تاله وبرفک او په فاریاب کې بلچراغ ولسوالۍ ونیولې، خو امنیتي ځواکونو بېرته دغه سیمې آزادې کړې. د طالبانو بل تمرکز د دې میاشتې په پای کې په غزني ور ټول وو، دغلته یې لومړی په اجرستان ولسوالۍ خطرناک بریدونه تر سره کړل وروسته یې څو ولسوالیو او د غزني ښار ځینو ساحو کې خپل تحرکات پراخ کړل. د غویی میاشت له ګڼو امنیتي ستونزو سره پای ته ورسېده، او د غبرګولي په لومړۍ نیټه د کورنیو چارو نوي امنیتي معین په دندې پیل وکړ. دې پست کې د اختر محمد ابراهیمي د معرفي پرمهال مراد علي مراد وویل چې پولیس ناوړه حالت کې دي او په جنګي ساحو کې وږي دي. خو ښاغلی ابراهیمي وایي چې د پولیسو اکمال او د امنیت ټینګښت یې مهمې کاري کړنې دي. د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک بیا وایی چې لا هم وزارت کې فساد شتون لري خو په خبره یې له دې پدېدې سره سخته مبارزه روانه ده.

دې میاشت کې د ټاکنو لپاره د رایه ورکونکو د نوم لیکنې پروسه هم روانه وه، کمېسیون اوس وایی چې له دوو میلیون زیات وګړي یې راجستر کړي دي. خو د ټاکنو اړوند ساحو کې د سیاست والو او نورو ښکېلو خواوو تر منځ ناندرۍ زیاتې شوې، اجرایی رییس په غیر مستقیم ډول په ولسمشر نیوکې وکړې چې په ټاکنیزو چارو کې لاسوهنه کوي او د ده په وینا، هیڅوک دا حق نه لري چې داسې یو څه تر سره کړي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا وویل چې د کاغذي تذکرو په کاپي یې د سټیکر لګولو پرېکړه لغوه کړه، دا پرېکړه وروسته له دې وشوه چې په دې طریقې سره د چارو د دوام په صورت کې د پراخو ټاکنیزو درغلیو خبرداری ورکړل شو.

خو خبره دغلته خلاصه نه شوه او د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال معاذالله دولتي د آریانا نیوز په مناظره خپرونه کې وویل چې د ولسمشر لخوا په ده او درې نورو کمیشنرانو فشار راوړل شو چې که د کاغذي تذکرو په کاپي د سټیکر لګولو په تړاو مخالفت کوي، دندې دې پريږدي، څارونکو بنسټونو او د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخواني رییس فضل احمد معنوي د ولسمشر دا ګام ملي خیانت وباله. خو په خپله ولسمشرۍ ماڼۍ دغه خبرې رد کړې او ویې ویل چې ولسمشر د ټاکنو پروسه کې دخالت نه کوي بلکې ټول زیارونه په دې ور ټول دي چې ټاکنې په وخت تر سره شي.

په اقتصادي ډګر کې هم د غویی میاشت چندان ښه نه وه، دې میاشت کې ډالر د افغانیو په وړاندې په بې سارې ډول پورته شو چې د خلکو اندېښنې یې را وپارولې. خو خلک له حکومتي مشرانو غواړي چې خپلو کې کینې او هغه غوټه چې په لاس خلاصیږي په خولې خلاصه نه کړي. افغانستان حساس پړاو کې دی او دې وضعیت کې باید تا ویلې او ما کړي خبرې یوې خوا ته پرېښودل شي او د یوه با ثبات او پر ځان بسیا افغانستان د جوړېدو لپاره هڅې وشي.خلک تمه لري چې هر څه سم وویني، او حکومتي مشران هغه څه تر سره کړي چې ټاکنیزو کمپاینونو کې یې ژمنې ورکړي دي.