ریپوټونه: بغداد کې د امریکا پر سفارت درې راکټونه لګېدلي

روهي(دوه نۍ/۷ د سلواغی)، له عراق رپوټونه وايي،  بغداد کې د امریکا د سفارت پر انګړ درې راکټونه ولګېدل. بغداد هوايي ډګر کې د امریکا په لاس د ایران د قدس ځواکونو د مشر قاسم سلیماني او د کتایب حزب الله ډلې د قومندان ابو مهدي المهندس وژل کېدو پسې ایران په عراق کې د امریکا پر دوو پوځي اډو توغندیز برید وکړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه بیان کې د عراق له حکومت غوښتي چې د دغه هېواد د ډيپلوماټیکو ودانیو خوندیتوب کې خپله دنده پلې کړي.
د عراق لومړي وزیر عادل عبدالمهدي د دې برید غندلو سره د جګړې په ډګر د عراق د بدلولو خبرداری ور کړی دی.عراق تېرو اونیو کې د ایران او متحده ایالتونو د پوځي ټکر په ډګر بدل شوی دی.
رویټرز خبري اژانس دې پېښه کې د دریو کسانو د ټپي کېدلو خبره کوي دا تېرو کلونو کې اول ځل دی چې امریکايي کارمنان په دا ډول برید کې ټپي کېږي