د فساد ضد مبارزه ولې ټکنۍ ده؟

افغانستان کې له اداري فساد سره مبارزه ځکه ټکنۍ ده چې دلته اوس هم بیروکراسي حاکمه ده او داسې سیستم نشته چې د فساد مخه ونیول شي.

په نوره نړۍ کې پیسې فزیکي نه وي، هر څه له سیستم کیږي، که یو څوک پيسې ورکوی و پیسې اخلي، یا په بله اصلاح که یو څوک یو څه اخلي او یا یو څه خرڅوي هر څه په سیستم سره دي او له سیستم سره نه څوک چل کولی شي او نه پکې فساد کولی شي.

په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان کې د فساد پر ضد د هدفمندې مبارزې لپاره؛ لومړی د هغه قانوني بنسټونه کېښودل او ترڅنګ یې ۴۵۰ قوانین او مقررې، د فساد پر وړاندې د مبارزې قانون تصویب، د اداري فساد جرمونو د اطلاع ورکوونکو د ملاتړ قانون او د مقاماتو او لوړپوړو دولتي کارکوونکو د شتمنیو د ثبت، ارزونې او خپرولو قانون،مهم ګامونه دي.

خو لا هم چې څنګه باید له فساد سره مبارزه شوی وی، و نه شوه، ځکه ځینې خلک د وطن او خلکو سره مینه نه لري او ځینې په داسې ډول فساد کوي چې اسناد او شواهد ځان پسې نه پریږدي.

په تېرو پنځو کلونو کې د فساد پر وړاندې مبارزه د دولت په لومړیتوبونو کې وه ، د فساد پر وړاندې مبارزې په اړه د خلکو بشپړ ملاتړ او اجماع شته او اړتیا ده چې دغه مبارزه د هیواد د ثبات او ځان بسیاینې او همداراز د دولت او خلکو د کاري اجنډا په سر کې پاتې شي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ملي ستراتیژي په بشپړ ډول د افغانانو د نظریاتو او د یوې افغاني پروسې او د هیواد د تجربو پر اساس تدوین شوې، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ستراتیژي بنسټ محوره ده او په افرادو متکي نه ده؛ دا ځکه تر هغو چې غښتلي بنسټونه ونه لرو د فساد پر وړاندې مبارزه کې واقعي بریالیتوب نشو ترلاسه کولای.

په عدلي او قضایي برخو کې د اصلاحاتو په موخه حکومت بریالی شو چې په عدلي او قضایي برخه کې د اصلاحاتو ملي برنامه تصویب او تطبیق کړي. په تېرو کلونو کې اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې یوه اساسي ستونزه د موازي او غیر اغېزناکو ادارو موجودیت و. د دې ستونزې پېژندل لا ډېر وخت ته اړتیا لري چې اوسمهال په هر اړخیز ډول ارزول شوې او زیانونه یې پېژندل شوي دي.

اداري فساد او درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز توانېدلی چې په لنډمهال کې ۱۰۰۰ قضیو ته رسېدنه وکړي او په تړاو یې ۲۰۰ تنه په جزا محکوم شوي دي، چې شاوخوا ۷۰ تنه یې لوړپوړي دولتي مقامات دي. پر دې سربېره، د اداري فساد جرمونو ته د رسېدنې له درکه نږدې دوه نیم میلیارد افغانۍ او یو سل او دري پنځوس میلیون امریکایي ډالر د دغو افرادو د فساد له پانګې څخه بېرته ګرځول شوې دي.

د پولیسو او اردو منسوبینو او همداراز د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د بایومیټریک معلوماتو په راټولولو سره د خیالي پولیسو ستونزه حل شوې او په ادارو کې د منابعو د حیف و میل کېدو مخنیوی شوی دی. همداراز، د ملکي خدمتونو د ګمارنو په سیستم کې د پراخو اصلاحاتو ترسره کېدو له امله د ملکي خدمتونو د کارکوونکو په ګمارنه کې پام وړ چټکتیا، کیفیت او روڼتیا رامنځته شوې ده.

نو ویلی شو چې د فساد پر وړاندې مبارزه لنډمهاله کار نه دی او دا مبارزه یوازې د حکومت له لوري نشي بریالۍ کېدای. په دې برخه کې د بریالیتوب لپاره د دولت، ښاري او کلیوالي مدني بنسټونو دوامداره او هدفمند کار او د خلکو پراخ ملاتړ ته اړتیا ده.