د نړۍ ترټولو کوچنی الوتونکی موټر چمتو شو

روهي( نۍ/۵ د سلواغې )، یوه جاپاني شرکت ادعا کړې چې د نړۍ ترټولو کوچنی الوتونکی موټر دی او د ثبوت په توګه یې یوه ویډیو هم خپره کړې ده. یو څوک کولی شي په اسانۍ سره پدې کې کېني.
 
د شرکت په وینا ، سږکال به دا موټر په دوبي کې عامو خلکو ته وړاندې شي او یوه الوتنه به ترسره شي. د شرکت په وینا، دا د ناګویا ښار څخه بهر د شرکت ریسرچ الوتنې مرکز کې د شپې امتحان شي.
 
د جاپان د مخکښ خبرونو او ویب پاڼې اسهي شمبو په وینا، د دې د پلور لپاره بکسینګ به په ۲۰۲۳ کې پیل شي او د۲۰۲۶ څخه پیرودونکو ته به د سپارلو امر صادر شي. انسانان دا مهال د الوتنو په ازموینو کې ازمول شوي او بیا د ریموټ کنټرول سره ازمول شوي.
 
د دې چمتو کولو کلیدي د ټیوټا شرکت پخواني انجنیران دي چې دا یې ډیزاین کړی. د هغې د اندازې له امله ، دا د نړۍ ترټولو کوچنی الوتنې موټر وبلل شي. په ۲۰۱۷ کې ، ټیوټا د سکای ډرایو شرکت ته د تحقیق لپاره درې لکه ډالر هم مرسته وکړه.
 
اسکائی ډرایو د ځینې عکسونو ویډیو خپره کړې ، چې د نورو حقایقو بیانولو څخه یې ډډه کړې. د شرکت په وینا ، د ازمونې ټولې مرحلې خورا بریالۍ دي. د موټر لومړی ماډل پنځه فوټه قد ، ۱۲ فوټ په اوږدوالي او عرض دواړو کې دی.

د اسکائی ډرایو په وینا ، دا به د ګڼو ښارونو لکه ټوکیو او نیویارک لپاره عالي سفر وي او د خلکو او حادثاتو کې مرستې لپاره کارول کیدی شي. د دې سرعت به په ساعت کې ۶۲ میله وي ، او د ځمکې سره نږدې به په ساعت کې ۹۳ میله ته لوړ شي.
 
 
ژباړن: محمد مبین هڅاند