اشرف غني: مونږ د امریکایي نورو ځواکونو وتلو ته چمتو یو

روهي(جمعه/۵ د سلواغې)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني- چې په نړیواله اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره سویس ته تللی- خبریالانو ته ویلي، حکومت یې له هېواده د کابو دریمه برخه امریکايي ځواکونو وتلو ته چمتو دی.
ولسمشر غني ویلي په دې اړه یې خپل پیغام د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته رسولی دی.
دا مهال افغانستان کې ۱۲ زره امریکايي سرتېري دېره دي.
له بلې خوا قطر کې د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ د جوړجاړي لپاره خبرې روانې دي.
طالبان وايي، خبرې وروستي پړاو ته رسېدلې او ښايي نږدې راتلونکي کې د دواړو لورو ترمنځ تړون لاسلیک شي، چې له مخې یې امریکايي ځواکونه له افغانستان وځي، خو امریکايي پلاوي په دې هکله څه نه دي ویلي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل په خبره، دا به رسمي بین الافغاني خبرې نه وي، خو رسمي بین الافغاني خبرو ته به لار هواره کړي.
که څه هم تر اوسه ددغو خبرو لپاره نېټه نه ده ټاکل شوې، خو د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي هم د جرمن سفیر د یوه ټوېټ له مخې ویلي، چې د بین الافغاني خبرو د بل پړاو لپاره چمتووالی پیل شوی .