روهي(پنځه نۍ/۴ د سلواغې)، د ملګرو ملتونو دوو څېړونکو د امازون شرکت د مشر جف بیزوس د موبایل هک کولو کې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د لاس لرلو په تړاو د سم لاسي څېړنې غوښتنه کړې ده.
دواړو څېړونکو ویلي، داسې یوه څېړنه باید وشي، چې ولیعهد محمد بن سلمان پکې "د سعودي د مخالفانو په نښه کولو کې د سعودي د دوامداره او مخامخ هڅو" له کبله وپوښتل شي.
په ۲۰۱۸ کالو په استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ د ننه د سعودي خبریال جمال خاشقجي تر وژل کېدا وروسته د ریاض او د مازون شرکت د مشر جف بیزوس ترمنځ - چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼه یې هم ملکیت دی- اړیکي ترینګلي شوي. خاشقجي به په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې لیکنې کولې.
خاشقجي د بیزوس د موبایل هک کولو له ادعا شوې قضیې څو میاشتې وروسته ووژل شو.
د رپوټ له مخې، له یوه داسې موبایل نه یو پیغام، چې تر ډېره دا موبایل بن سلمان کارواوه، د یوه مشهور سوداګر له موبایل د معلوماتو د غلا تر شا د هر چا لاس کېدای شي.
په امریکا کې د سعودي سفارت پر ټوېټر د ولیعهد پرضد هر ډول ادعاوې بې بنسټه بللې دي.
سفارت ویلي: "د ټولو حقیقتونو تر برملا کولو ددغو ادعاوو د څېړلو غوښتنه کوو".
خو بیزوس تر اوسه د ملګرو ملتونو د څېړنکو پر خبرو غبرګون نه دی ښودلی، یوازې د خاشقجي له ترکۍ کوژدنې سره یې له #Jamal هشټګ سره خپل انځور خپور کړی دی.
په رپوټ کې دا هم راغلي، چې ولیعهد "بیزوس ته وټس اپ پیغامونه استولي... او باور کېږي چې هغه د بیزوس د ژوند خصوصي او پټ معلومات ترلاسه کړي دي."
دا غلا شوي خصوصي معلومات د امریکا "نېشنل انکوایرر" ورځپاڼې ته هم رسېدلي. د ۲۰۱۹ فبرورۍ میاشت کې، بیزوس دا ورځپاڼه په "اجبار او بلک مېلولو" تورنه کړه.
د خصوصي پیغامونو له افشا کېدو یوه میاشت وړاندې د جف بیزوس مېرمنې ماکنزي بیزوس وویل، له امریکايي میلیاردر د طلاق اخیستو هوډ لري چې په وینا یې په نارسمي توګه له "ډېر پخوا" سره جلا شوي دي.
وروستي