د افغانستان جیو ستراتيژیک موقیعت

د افغانستان جغرافیک موقيعت او ستراتيژیک ارزښت د دې سبب ګرځيدلی چې د نړۍ د لویو قوتونو پام ځان ته واړوي. د دغه ارزښت د تر لاسه کولو لپاره یې له یو بل سره سيالۍ کړې دي او لا هم دوام لري. چې له بده مرغه د دغو سياليو د قربانیانو اړخ هم پر افغانانو را څرخيږي. افغانستان په اسيا کې د ورېښمو د لارې په سر پروت هیواد دی او د سیمې د هیوادونو او زبرځواکونو د سياسي غوښتنو څلور لاری ګڼل کیږي. چې د شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته يې دغه ستراتيژیک ارزښت نور هم زیات شو. اوس مهال یې د کاسپين چاپېریال د شوروي آزاد جمهوریتونو او هندـپاکستان تر منځ  له شمال څخه جنوب ته د ځمکنۍ ترانزیتي لارې په توګه ځانګړی ستراتیژیک حیثیت غوره کړی. د دغو ارزښتونو سربېره زمونږ د ګران هیواد افغانستان د جیوستراتیژیک طلایي اړخونه په لاندې ډول دي.
 
جیوپولیتیک یا سیاسي جغرافیوي اړخ
د افغانستان د جیو ستراتیژیک موقیعت یو اړخ هم د افغانستان جیوپولیتیک موقيعت دی چې دغه موقیعت د روسيې، چين،پاکستان،ایران او هند د لویو قوتونو د څارلو لپاره د غوره مورچل رول لوبولی شي. دې ارزښتونو ته په پام زمونږ ګران هیواد د څلور لسیزو راهیسې د زبرځواکونو یا لویو قوتونو د سیاسي غوښتنو د څلور لاري په توګه قرباني شوی دی، او زمونږ د ګران هیواد افغانستان سیاسي ثبات یې ګواښلی دی. په ۱۹ پيړۍ کې د انګریزانو یرغل او په مقابل کې یې د روسيې سیالۍ، په ۲۰ پيړئ کې د شوروي یرغل او په مقابل کې يې د امریکا سيالۍ او په اوسنۍ پيړۍ کې د امریکا يرغل او په مقابل کې يې د روسيې او نورو سیمه ییزو هيوادونو سيالي هغه څه دي چې د ګران هیواد افغانستان سیاسي ثبات او پراختیا يې له منځه وړې ده او د خپل جیو ستراتيژیک موقیعت قرباني شوی دی. انګلستان غوښتل چې د خپلې امپراطورۍ د دوام لپاره له دغه موقف څخه ګټه پورته کړي، روسي غوښتل چې د خپل ځمکني سیاست له مخې ځان په تودو اوبو پورې ونښلوي. د امریکا لپاره د افغانستان موقیعت منځني ختیځ ته ترانزیتي لاره پيدا کول ، د امریکا او اسرایلو پر وړاندې د ایران احتمالي اتومي خطرونه  او د اسیایي زبرځواکونو څخه د څارنې په موخه ځانګری مقام لري
 
جیو اکانومیک یا اقتصادي جغرافیوي اړخ
د افغانستان ستراتیژیک ارزښت د افغانستان ځانګړی اقتصادي موقیعت او د ځمکې لاندې زیرمې جوړوي، افغانستان د خپل ځانګړي اکانومیک موقیعت له پلوه په سیمه کې د اقتصادي څلورلاري  رول لوبولی شي چې په ټولیزه توګه افغانستان د مرکزي آسیا، جنوبي آسیا،شمالي اسیا او منځنی ختیخ د خپل اتصال په بر کې نیسي او یادې سیمې له یو بل سره په اقتصادي یا اکانومیک ډول نښلوي. د دغو سیمو نښلول او بیا له آسیا څخه تر اروپا پورې د ریل ګاډي خطونه،  ځمکني ،بحري او هوایي لیکې او ترانزیټي لارې هغه څه دي چې د افغانستان په اقتصادي وده کې فوق العاده رول لوبولی شي. همدارنګه افغانستان د منځني ختیځ ،ایران او ترکمنستان سره نږدې جغرافیوي موقيعت لري چې یادې سیمې د تېلو او طبعي ګازو له پلوه بډایه سیمې ګڼل کیږي، نو د نړۍ لوی قوتونه تل هڅه کوي چې د افغانستان په دولت کنترول تر لاسه کړي او خپلې ګټې له نږدې یعنې افغانستان څخه وڅاري. له بل اړخه په اوسني عصر کې پایپلاینونه او د انرژي سرچینې هومره اهمیت لري لکه په نولسمه پیړۍ کې چې د ریل ګاډي پټلیو درلود یعنې د انرژۍ سرچينې( بریښنا، طبعي ګاز او تیل) د سوداګرۍ شریک هیوادونه سره وصلوي او په سیمه کې د ځواک پر انډول مهم تاثیر لري. نو د افغانستان موقیعت د سترو ځواکونو د انرژۍ د سرچینو د وصلولو لپاره یو مهم او اقتصادي ارزښت لري.
 
طبعي زیرمې
افغانستان د طبعي زیرمو له پلوه د ارزښتناکو طبعي منرالونو درلودونکی دی او د هیواد په اقتصادي وده کې د پیاوړو ظرفیتونو څخه ګڼل کیږي. ګران هیواد افغانستان د اقتصادي منابعو ۱۴۰۰ ډوله منرالونو او قیمتي ډبرې لري چې تقریبي ارزښت یې له دری زره میلیارده امریکایي ډالرو څخه زیات اټکل شوی دی . د افغانستان د کانونو په اړه د امریکا د پوهانو په سروې کې ویل شوي، چې د غزنې په زرکشان کان کې د ۳۰ ملیارده ډالرو په ارزښت د طلا او مسو زیرمې، په هرات، غزني، نیمروز او فراه ولایتونو کې د ۶۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د لیتیمو زیرمې، د هلمند ولایت په خانشین کې د ۸۹ ملیارده ډالرو په ارزښت د قیمتي ډبرو زیرمې او همدارنګه په سرپل او لوګر کې د مسو ستر کانونه او په جوزجان کې بیا د تیلو پراخې زیرمې پرتې دي. د نړۍ په هیوادونو کې، د اقتصادي ښیرازۍ لپاره د طبعي سرچینو را سپړل او په دې برخه کې پانګونه بنسټیز کارونه بلل کیږي، خو افغانستان د جګړو او وسله والو ډلو له شتون او د هغوئ له نا قانونه قاچاق  او یا هم د وړتیا د نشتوالي له امله له دې اړخه محروم پاتې شوی دی. د افغانستان د کانونو په سپړولو سره به نه یوازې د افغانستان اقتصاد پیاوړی شي، بلکې په دغه هیواد کې به د ناامنۍ او وزګارتیا مخه هم تر ډیرې کچې ډب شي او په سیمه کې به په یو غښتلي سیاست لرونکي هیواد بدل شي.
 
اخیستنې

  • ډاکټر لمر: د افغانستان جیو ستراتیژیک موقیعت( لس کلنه امریکایی دیموکراسي او افغاني سیاسي بیوسي) د مقالو ټولګه ۱۳۹۰ ننګرهار افغانستان
  • نگاهی استراتژیک به سیاست‌گذاری اقتصادی و بخش معادن
سه‌شنبه 15 حمل 1396 - توسلی غرجستانی.
  • تر یوه کاله د کاني زېرمو عواید یونیم میلیارد ډالر کېږي
د خپريدو وخت: 11:12 گرینویچ - شنبه‬ 20 اکتوبر 2012 - 29 تله 1391
حفیظ الله معروف
 کابل افغانستان
Afghanistan Pays the Price of its Strategic Geographical Location
September 12, 2012 | Abbas Ali SultaniRead more: http://outlookafghanistan.net/topics.php?post_id=5383#ixzz6BYuBnHit