له هرې وینا ولې د هیبت احساس کوو؟

دا د هغې دروني بې ذوقۍ اغاز دی، چې موږ یې له ځانه کوو؛ خو دا پدې مانا نده، چې موږ کې د فطرت او نوښت سیګنالونه بې تحرکه پاتې دي. بلکې دا مو د خود پرستۍ، د نه تحمل او په خپل ځان کې د ورکې مراحل دي، چې دغه بې تحرکه او نیم ژوانده لوري ته خپل ځانونه سپارو.
 
له هیبته ور هاخوا د خپلې کړې وینا تر شا مبهمې وړانګې هم وینو؛ خو د درک قوه راکې کمزورې غوندې ده، نه پوهیږو چې کومې زانګو ته ځان ور خطا کړو؛ ترڅو د ژوند نالیدلې پاڼې په ذهني ماحول کې ووینو؛ نو هله به مو په خپلې شوې وینا او تللي ارمان پسې لږ د تمرکز نیلي خوشي کړي وي، چې د لید زاویې مو پکې پراخې، د زغم او نوښت تګلارې راکې د ژوند له غوښتنو سره سمې روانې شي.
 
زموږ فکري ماحول باید په انحصاري او فردي تصوراتو کې ورک نه شي، دا ځکه چې موږ د همدې ټولنې محصول یو؛ نو له دې ټولنې ځان ماورا ګڼل هم په سړي کې د خودۍ هغه ناپېیلي تارونه شیندي، چې تر اوسه مو په درون کې نه وي حس کړي.
 
د همدې دروني تارونو په اهتزاز راوستلو کې زموږ لیدلوری هم بدلېدای شي او ذهني پانګه مو په متززله تصور کې پاتیږي.
 
د هیبت او وېرې زېږنده په خپله له درونه راوتی تصور دی، چې دا ډول تصویر مو له شاوخوا اخیستی؛ خو دا تصویر زموږ په ذهني چاپیریال کې مجسم نغښتی دی، چې په خپل لید کې مو ورته همدومره ځای مترسم کړی.
 
باید د خودۍ پرستۍ پر ځای د شعور هڅانده لاره ونیسو؛ ترڅو هیلې مو د هیبت پر ځای د محبت لاره غوره کړي، دلته به نویو پړاوونو ته د منطقي شعور له لارې داخل شو او دروني سکون به مو په خوځښت راشي.