د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجې طرحه تصویب شوه

روهي( څلورنۍ/۲ د سلواغې )، د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجې طرحه نن د سلواغې په ۲ مه نېټه په ولسي جرګه کې د خلکو استازو له لوري تصویب شوه.
 

د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجه په ټوله کې ۴۲۸ میلیارده افغانۍ ده، چې په دې کې ۲۸۹ میلیارده افغانۍ عادي بودیجه او ۱۳۹ میلیارده افغانۍ پراختیایې (۶۴ میلیارده افغانۍ اختیاري او ۷۵ میلیارده افغانۍ غیري اختیاري) بودیجه جوړوي.
 

د مالیې وزارت مشرتابه د ملت له استازو د ملي بودیجې د طرحې تصویبولو له کبله کور ودانی او مننه کوي. د مالیې وزارت هڅه دا ده، چې له بودیجوي واحدونو سره په همکارۍ د پراختیایي بودیجې لګښت، د مؤثریت، مثمریت او پراختیایي لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د پام وړ زیات کړي.