محمد هارون چخانسوري د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او سیاسي معین وټاکل شو

روهي( څلورنۍ/۲ د سلواغې )، ولسمشر محمد اشرف د حکم پر اساس، محمد هارون چخانسوري په مافوق رتبه بست کې د سیاسي معین او په ورته مهال د نوي وزیر تر ګمارل کېدو پورې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وټاکل شو.

د هیواد د ولسمشر په حکم کې راغلي، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین پر خپلې اساسي دندې سربېره د اصلاحاتو بهیر د رهبرۍ مسوولیت پر غاړه لري او مکلف دی چې د هر اړخیزو اصلاحاتو د تامین په موخه د کاري کیفیت د ښه والي او د مؤثرې او مسلکي ادارې د رامنځته کېدو لپاره لاندې موارد تطبیق کړي:
د اوسني وضعیت تحلیل، د کفایت معیارونو ټاکل او د ټاکلو معیارونو پر اساس د ټولو کارکوونکو ارزونه؛

د ادارې او سیاسي استازولیو او کونسلیو د موثریت زیاتولو په موخه د وزارت د مقرراتو، طرزالعملونو او لوایحو بیاکتنه او د الکترونیکي سیستمونو ایجادول؛
ـ  یادوزارت کارکوونکو څخه د بین المللي ژبو او د ځانګړو ازموینو (افغانستان پېژندنه؛ د سیمې او نړۍ سیاسي او اقتصادي پوهه کې) اخیستل؛

 د ۲۱ پېړۍ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړتیاوو پر اساس د وزارت د تشکیل بیاکتنه؛
ـ د افغانستان د بهرني سیاست د پنځو حلقو د مشخصو اهدافو د تطبیق په موخه د تخصص، مهارت او تجربې پر اساس د ظرفیتونو پېژندل.

ـ د وزارت معینان مکلف دي چې د دې حکم د موادو د تطبیق په موخه له سیاسي معین سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
محمد هارون چخانسوري د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري او خپله ماسټري یې د اسټرالیا سیډني پوهنتون څخه د عامه ادارې په برخه کې ترلاسه کړې ده.