د مومنانو رب!

خدای به ژر وطن ته سوله راولي
مل د جنګ ځپلو افغانانو رب
نور افغانستان به هدیره نه سي
مل د غم ځپلو افغانانو رب

رب به ورورژنه نوره ختمه کړي
مل د سوزمنانو خوږمنانو رب
وصل ته د یار په لنډ مزل ورځي
مل د ستړو ستړو لارویانو رب

ټولو نه بېوسه ښه نږدې ورته
مل د بېوسانو بندګانو رب
پام آزار ورنه کړې نازولو ته
مل د بېګناوو مظلومانو رب

مینه يې سپېڅلې او تلپاته ده
مل د پاک زړګیو انسانانو رب
مه ګوره حقیر وه بېوزلانو ته
مل د غریبانو فقیرانو رب

ولړزوي عرش په ساندو د آرمان
مل د یتیمانو معصومانو رب
ښه ایسي غرور د هغه ذات سره
مل د عاجزانو خاورینانو رب

ټوله د رب شکر او ثناء وايي
مل د بلبلانو ذاکرانو رب
ورسه نور له نفسه آزادي واخله
مل د بېراهانو آسیرانو رب

څوک که د لیلا دیدن ته تږی وي
مل د کړېدلو مجنونانو رب
عاجزه ولاړ يې پر دربار شاهان
مل د ناچارانو عاشقانو رب

د هرڅه خالق دی د هرڅه مالک
مل د رښتینانو مومنانو رب
ټوله مجرمان ځني سرکښه دي
مل د متقیانو صالحانو رب

نه آوري آواز د دوزخیانو نور
مل د جنتیانو مهمانانو رب
د ذکي د زړه خوناب غزل لیکي
مل د دردمنانو شاعرانو رب