د نړۍ هغه جزيره چې مارانو نيولې ده!

هيڅوک اجازه نه لري، چې د مارانو دغه ټاپو ته داخل شي، ځکه چې ددې جزيرې نږدې هر متر مربع کې یو وژونکی مار شتون لري.
د برازیل له ساحل څخه په ۴۰ کیلومترۍ کې یو ناآمنه ټاپو شتون لري؛ په وروستي ځل یو کب نیونکی دې ساحل ته نږدې شو، د هغه مړی وروسته په کښتۍ کې وموندل شو، چې د وینې د حوض په څیر ښکارېدی.
دا پراسراره جزیره، چې د Ilha da Queimada Grande په نوم یادیږي، دومره خطرناکه ده، چې هیڅوک پرې قدم نشي ايښودلی او د ټولو خلکو، حتی برازیلیانو لپاره دې جزیرې ته ننوتل منع او غیر قانوني دي؛ دې ټاپو ته د انسانانو ننوتلو د خطر لامل د زهرجنو مارانو شتون بلل کيږي، چې وژونکي زهر لري.
اټکل کیږي، چې په دې ټاپو کې نږدې له ۲۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پورې زريني نيزه لرونکي افعي ماران شتون لري. له همدې امله دا ټاپو د مار ټاپو په نوم یادیږي او که څوک ور داخل شي، ښايي په یو ساعت کې ژوند له لاسه ورکړي.
لکه څنګه چې مو ددې مطلب په پيل کې ولوستل، چې دا ټاپو اوس له خلکو خالي دی، مګر د ۱۹۲۰م کال تر اوايلو پورې، دلته یو شمیر خلکو د لنډې مودې لپاره ژوند کاوه، خو په پای کې دوی ټول د مارانو لخوا ووژل شول، ځکه اوس هیڅوک دې ځای ته د نږدې کېدو جرئت نه کوي.
په دې جزيره کې د زريني نيزه لرونکو افعي مارانو اوسېدل د اوبو د سطحې د لوړوالي له امله دي او ددې سیمې ماران دا ټاپو یوازې خپل ملکيت ګڼي.
د آټکل له مخې، شاوخوا لسګونه کاله مخکې د سمندر د اوبو سطحه لوړه شوه او دغه ټاپو یې جوړ کړ.
 
یوازینی خطر چې په دې ټاپو کې ماران ګواښي هغه د مرغانو شتون دی، چې کیدای شي دوی په نښه کړي، مګر ماران بيا کولی شي دا مرغان سمبال کړي او په خپل وژونکو زهرو سره دوی ژر تر ژره له منځه یوسي.
البته، ددې سیمې اصلي مرغان هم ډیر هوښیار دي او ددې سیمې ماران بيا په اسانۍ سره نه نیول کیږي.
دا چې په دغه ټاپو کې اکثره ماران د مرغانو ښکار کیږي، هغوی په دغو مرغانو ژر باور کوي او که خپل زهر ونه کاروي، نو د دوی خوراک کیږي.
زريني نيزه لرونکي افعي ماران د برازیل ۵ سلنه ماران جوړوي. چې زياتره يې په دې ټاپو کې مېشت دي او د دوی زهر د نورو مارانو په پرتله ۵ سلنه قوي دي.
ددې مارانو د مړینې احتمال د نورو مارانو په پرتله خورا لوړ دی او د مړینې احصایه يې شتون نه لري؛ ځکه چې انسانان نشي کولی دغه ټاپو ته ننوځي، مګر په ټولیزه توګه، که چیرې یو زريني نيزه لرونکی افعي  مار څوک وخوري، نو د مړینې ۷ سلنه احتمال یې موجود دی، په هغه صورت کې چې درملنه یې ونشي.
البته، درملنه دا تضمین نه کوي، چې د مار زهر به په بشپړه توګه له بدن څخه لیرې شي او سړی به وژغورل شي.
له درملنې وروسته بیا هم د مړینې چانس ۳ سلنه پاتې وي؛ نو، ددې ټولو تشریحاتو سره-سره، تاسو پوهیږئ، چې ولې هیڅوک په دې ټاپو کې د قدم وهلو جرئت نه کوي.