د جنوبي ویتنام وروستۍ ولسمشر

اوس شمالي او جنوبي ویتنام شتون نه لري یوازې یو ویتنام دی، چې د آسیا په ختیځ کې پروت جیوپولیټیک موقعیت لرونکی هېواد دی، اوس په ۲۰۲۰ کال کې د دې هېواد اقتصاد د چټکې ودې په حال کې دی. د امریکامتحده ایالات، چین، جاپان، فرانسه او نورو اروپايي هېوادونو سره دوستانه او د متقابل احترام په چوکاټ کې ستوداګریزې اړیکې لري. د امریکا متحده ایالاتو او چین ترمنځ  سوداګریزې جګړې ویتنام ته لا ډیره ګټه وکړه، ډیری لویي امریکايي کمپني په دې هڅه کې شوې دي چې له چين څخه خپل شرکتونه ویتنام ته انتقال کړي. نوموړی هېواد ته چین او امریکا  د قدر په سترګه ګوري. خو د شلمي پیړۍ په پیل کې داسي نه وو.
 
د شلمي پيړۍ په پيل کې ویتنام د فرانسي مستعمره وه، یوځل جاپانیانو هم د ویتنام ډیرې برخې استعمار کړې. د ویتنام اکثره خلک آزادي غوښتونکي خلک وو. دوی د ویتنام ځمکه د ویتنامیانو ملکیت ګڼل، دوی غریبان وو، خو غلامي او استعمار يې نه خوښیده او غوښتل يې د سیال په څیر باید ورسره معامله وشي، نو ځکه يې لومړی د فرانسوي استعمار سره جګړه وګړه، دې غریب او غیر مجهزو ویتنامیانو صنعتي ستر هېواد لکه فرانسي ته ماتي ورکړه، بیا جاپانیانو سره وجنګیدل او هغوی یې هم له خپل هېواد څخه وشړل.
 
دوی لا د آزادۍ او استقلال لمانځې په حال کې وو، چې یوه بل یرغلګر ورته بله د بی اتفاقی او جلاوالي توطیئه جوړه کړه، او ویتنام يې په جنوبي او شمالي باندې وویشل. شمالي ویتنام مشر هو چي مين غوښتل چې انتخاب ترسره شي او شمالي او جنوبي ویتنام سره یو شي خو د امریکا متحده ایالات چې کلونه يې د بشري حقوقو، ډیموکراسي او ښځو حقوقو او آزادي تر د شعارونو لاندې ډیرو ته فریب ورکړئ، په دې وخت کې يې د آزاد، شفاف او عادلانه تآکنو مخالفت وکړ.
 
په شمالي ویتنام کې هو چي مین د ویتنام ځمکې په غریبو خلکو وويشل، خو په جنوبي ویتنام کې امریکا متحده ایالاتو خپل لاسپوڅی فاسد حکومت رامنځته کړ. په جنوبی ویتنام کې یوه ډله خلک د ویت کام په نامه د ویتنام د یوالي او د امریکا د لاسپوڅي حکومت په خلاف نظامي مبارزه پیل کړه. د جنوبي ویتنام دولت په دوی هیڅ رحم نه کول ډیری د ویت کام غړي او د ویت کام د همکاري په تور عام خلګ ووژل. خو مقاومت لا پراخه او شدید شو. دا حالات امریکا څاره، امریکا خپل پوځ جنوبي ویتنام ته واستول چې مقاومت وځپي؛ خو مقاومت لا شدید شو.
 
پاس خو د ویتنام په اړوند مقدمه وه اوس به راشو اصلی موضوع د جنوبي ویتنام ورستۍ ولسمشر ښاغلي نګیان ون، تایو Nguyen Van Thieu باندې خبري وکو. ښاغلی تایو نظامي زده کړې ترسره کړې وي د فرانسي په خلاف د آزادي په جګړه کې يې برخه هم اخېستې وه، په ۱۹۵۷ او ۱۹۶۰ کال کې یې د امریکا په متحده ایالاتو کې نظامي زده کړو روزنیز ټرینینګونه کې برخه واخېسته.
 
جنوبي ویتنام د بی اتفاقي، فساد او ناسالمو سیالیو په مرکز بدل شوی هېواد وو. په ۱۹ میاشتو کې ۱۰ حکومتونه تغیر او تبدیل شول، د امریکا ملاتړي جنوبي ویتنامي سیاسیون په خپلو کې سخت بی اتفاقه او فاسد ول، په بیلا بیلو نظامي او سیاسي ډلو باندې ویشل شوي ول، خو ټول بیا د ویت کام کمونستانو په خلاف په یوه جبهه کې جنګیدل. د امریکا متحده ایالات په دې هڅه کې وه، چې په دوی کې داسي مشر ومومي چې د شمالي ویتنام او ویت کام کمونیست ډلې سره په مؤثره ډول وجنګیږي. بلاخره يې ښاغلي Thieu وموندل، تایو په د ویتنام د نورو خلګو په څیر لومړی  بودیست وه، خو وروسته کاتولیک  عیسویت ته اوښتی وو. نوموړي په جنوبي ویتنام کې په هیڅ کوم نظامي او سیاسي ډلې پورې ارتباط نه درلود.
 
د امریکامتحده ایالاتو په ملاتړ نوموړي د اکتوبر د میاشتي په ۱۹۶۷ کال کې د جنوبي ویتنام ولسمشر وټاکل شو.  نوموړي د ډیموکراسي، ټولنیز اصلاحات، او د سولې د پرانیستي دروازې شعار تر عنوان لاندې خپله دنده پيل کړه خو خبري يې یوازې تر شعار پاتي شوې. په ویتنام کې جګړې شدت وموند ویت کام د پلي کو په نامه د امریکايانو تر ټولو لویه نظامي هډې باندې یرغل وکړ. ښاغلي تایو د دویم ځل لپاره په ۱۹۷۱ کال کې بیا د جنوبي ویتنام ولسمشر وټاکل شو، خو ټاکني په اصل کې تقلبي وي.
 
د ښاغلي تایو حکومت د فساد، حرض، ناشایسته سالاري، او سیاسي حسادت او کینې څخه ډک وو. خپله ښاغلی Thieu به ډیری وخت د خپل معاون Nguyen Cao Ky تر تاثیر لاندې وو، خو واشنګټن د ښاغلي Thieu سره ګیر پاتي وو، او د نوموړي ملاتړ يې کاوه تر څو جګړې ته دوام ورکړي، ښاغلي Thieu بیا واشنګټن ته خپله وفاداري په اثبات رسولي وه. کله چې د امریکا ولسمشر لینډن جانسن Lyndon Johnson په ۱۹۶۸ کال کې په شمالي ویتنام باندې د سولې د خبرو د پيل په موخه بمباري مختصره کړه نو ښاغلی Thieu يې ملاتړ وکړ.
 
په اصل کې ښاغلي تایو د سولې د خبرو سرسخت مخالف وو. ښاغلي تایو په دې عقیده وه، چې شمالي ویتنام د بریا اراده لري نه د خبرو اترو او جوړجاړي. ښاغلي Thieu د واشنګټن د فشار له کبله دې ته مجبوره شو، چې د جنوري په میاشت کې په ۱۹۷۳ کال له شمالي ویتنام سره د پاریس د سولې موافقتنامه لاسلیک کړي. د دې موافقتنامې په اساس د امریکامتحده ایلاتو خپل سرتیري له ویتنام څخه ویستل د امریکا ولسمشر ښاغلي نیکسن وعده وکړه، چې که چیرته شمالي ویتنام سرتیرو په زور د جنوبي ویتنام د نیولو هڅه وکړه، نو امریکا به يې د قوي په زور ځواب ورکوي، خو یو کال وروسته چې کله شمالی ویتنام یرغل پیل کړ، نو امریکا بیا جګړه ونه کړه، د جنوبي ویتنام جنرالان او بحريي قوې تيښته غوره کړه، خو ښاغلي تایو تر اخره استعفاء ونه کړه.
 
د اپریل د میاشتي په ۲۱ په ۱۹۷۵ کال کې د جنوبی ویتنام وروستۍ ولسمشر تایو په داسی حال کې چې په سترګو کې  کې اوښکي ډنډې وې د جنوبي ویتنام خلکو ته وینا وکړه او د امریکامتحده ایالات یې په وعده خلافي او بي وفايي تورنه کړه. چې دی یې ویت کام ته یوازې پریښود، ده وویل چې ما استعفا وکړه، ما تیښته نه ده کړي. پنځه ورځي وروسته نوموړی  د امریکا متحده ایالاتو د C - 118 کیشتي کې له ۱۵ ټنه قیمتي سامان او ۱۵ میلونه ډالرو په ارزښت سروزرو سره تایوان او بیا د امریکا متحده ایالاتو ته لاړ، چې هلته د ۲۵ کاله جلاء وطني وروسته د سپتمبر په ۲۹  مه ۲۰۰۱ کال کې د امریکامتحده ایالاتو د  میسچوسس ایالت کې وفات شو.
 
 ښاغلي تایو د ژوند تر اخره د امریکا په متحده ایالاتو کې  اوسیده او ډیر کم یې له ژورنالېستانو سره مصاحبه کوله، که څه هم دی د  امریکامتحده ایالاتو  څخه خفه وو، چې ولې يې جګړې ته دوام ورنه وکړ.  د امریکامتحده ایالاتو کې  اکثره سیاسیونو هم دی نه خوښیده، ځکه دوی بیا په دې عقیده وو چې د ښاغلی تایو او د د  فساد حکومت له کبله تر پنځوس زره پوري  امریکايي سرتیري ووژل شول او جګړه امریکایانو وبایلله. 
 
د ده فساد بیلګه د  US C -  118 کیشتی  کې د د  ۱۵ ټنه قیمتي سامان او د ۱۵ میلونو ډالرو په ارزښت  سره زر وو.
 
   پوښتنه دا وه چې د یوه ماهی ګیر زوی دا ټول  له کومه کړې وو؟
د جنوبي ویتنام ورستي ولسمشر ښاغلي تایو Thieu به تل ویل چې  د امریکامتحده ایالات به هیڅکله د ویتنام سره ډیپلوماتیکي اړیکې ونه نیسي ، خو د ده دا وړاندوینه غلطه ثابته شوه، د امریکا متحده ایالاتو له  کمونیست  ویتنام سره په ۱۹۹۵کال  کې  ډیپلوماتیکي اړیکې پيل کړي خو دا اړیکې د هغو اړیکو سره چې د جنوبي ویتنام سره یې درلودې توپير درلودې. دا اړیکې د متقابل احترام په چوکاټ کې د سیال سره اړیکې وي خو د ویتنام د جګړې په دوران کې د جنوبي ویتنام سره اړیکې بیا د یوه لاسپوڅي سره داسي اړیکې وې، چې امریکا  پرې خپل خلک وژل.