ولسمشر غني: د خلکو جمعي قضاوت بېساری، تشخیص یې پرځای او زما لارنقشه ده

روهي( نۍ/۲۸ د مرغومي )، ولسمشرمحمد اشرف غني د ملي بحث په څلورمه ناسته کې نن له غرمې مخکې د شپږمې، اوومې او دیارلسمې ناحیو اوسېدونکو نظریات، ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.

په سلامخانې ماڼۍ کې له کابل ښاریانو سره د ملي بحث په نننۍ غونډه کې محمدامین غیرت د پوهنې او ځوانانو، مولوي عبدالرحمن د علمای کرامو، سیماګل جمالي د ښځو، انجنیر خوشحال یاري د ګذر وکیلانو، محمدعارف حیدري د اصنافو او قومي مشرانو په استازیتوب د خبرو پرمهال له جمهوررئیس غني څخه له دې امله چې د ارګ دروازه یې د خلکو پرمخ پرانیستې او د ولسونو ستونزې مخامخ له دوی څخه اوري، مننه وکړه.
یادو ویناوالو، د ښاري ټرانسپورټ، فرعي سرکونو او کوڅو د پخولو، د څښاک اوبو، ناامنۍ، روغتیا، د کثافاتو ټولولو، د ځمکو د غصب د مخنیوي، د زده کړو د کیفیت، د برېښنا، ژوند چاپیریال، د ښځو د ستونزو او حقونو، د شنې ساحې او پارکونو د نشتوالي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي، د سون توکو د بیو د لوړوالي، د شاه توت بندجوړولو، د نشه یي توکو د مخنیوي، د سرکونو او کوڅو د موانعود لیرې کولو، د جرایمو د مخنیوي او د جوماتونو د رسمي کولو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

ولسمشر غني دیادو ویناوالو د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، د نورو ستونزو د حل ترڅنګ به د کابل امنیت کې سراسري بدلون او ملي پولیسو کې اساسي اصلاحات راشي. له ملي پولیسو څخه د خلکو وېره باید پر باور بدله او کابل مصئون شي، ځکه له دې پرته دا بشري او طبیعي پانګه ضایع کېږي.

ولسمشر د خلکو جمعي قضاوت بېساری او تشخیص یې پرځای وباله او وې ویل، ستاسو تشخیص زما لارنقشه ده، ستاسو وړاندیزونه او نظریات په پلان او برنامو بدلېږي، ستاسو له همکارۍ پرته د کابل د ناامنۍ او نورې ستونزې نه حلېږي.
د هیواد ولسمشر څرګنده کړه، د کابل د مسوولینو اقدامات کافي نه دي، دوی باید په راتلونکو شپږو میاشتو کې شته ستونزې حل او د خلکو رضایت ترلاسه کړي.

ولسمشر غني وویل، له لمریزې برېښنا څخه د ګټه اخیستنې زمینه باید برابره شي او د افغانستان د برېښنا شرکت رئیس ته یې لارښوونه وکړه چې په درې اونیو کې د برېښنا برخه کې شته، په ځانګړي ډول د بیلونو ستونزه په اساسي توګه حل او مدیریت کړي.

هغه زیاته کړه، د موبایل د لګښت په څېر باید هرڅوک د برېښنا په خپل لګښت پوه شي. د برېښنا په برخه کې دولتي مقاماتو ته پر نورو خلکو ترجیح ورکول د منلو نه ده. هغه زیاته کړه، د ښځو ستونزې فرهنګي او پېچلي اړخونه لري، د تشخیص او حل لپاره به یې له ښځو سره ځانګړې غونډه وشي.
محمداشرف غني د کابل ښار د پوهنې رئیس ته لارښوونه وکړه، چې که په څلورو اونیو کې د ښوونځیو په ځانګړي ډول د ښځینه زده کوونکو د ځورونې د مخنیوي لپاره منظم پلان برابر نه کړي، نو ریاست به یې لغوه شي. هغه زیاته کړه، د نشه یي توکو پلورونکي هم د تروریستانو په څېر د خلکو وژونکي دي او پر وړاندې به یې جدي اقدامات وشي.