پاکستانی لوبغاړی محمد حفيظ له نړيوال کرېکټ تقاعد کيږي 

روهي (جمعه/۲۷ د مرغومي)، پاکستاني لوبغاړي محمد حفيظ ويلي دي چې دغه کال د نړيوالو شل اوريزو لوبو وروسته  به له نړيوال کرېکټ تقاعد شي. 

محمد حفيظ اته دېرش کلن دی چې د پاکستان د مهم کرکېټ لوبغاړو شمېرل کيږي. دی په ۲۰۰۳ کال کې انګلستان ته له سفر وروسته د پاکستان پر رسمي کرکېټ ورګډ شو. 

دی په ۲۰۱۸ کال کې د ۵۵ ټېسټ لوبو وروسته د پاکستان د ټېسټ لوبو لېرې شو. حفېظ وايي چې د پاکستان لپاره لوبېدل ورته وياړ او افتخار دی.