
روهی( درې نۍ/۲۴ د مرغومي )، د کرکټ نړيوالې شورا د شل اوريزو نړيوالو لوبو په وروستۍ درجه بندۍ کې د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکو راشد خان لومړی مقام او مجيب الرحمن دويم مقام ساتلی دی.
محمد نبي د الراونډرانو په برخه کې د تېر په څېر په لومړي مقام دی او حضرت الله ځاځي بيا د توپوهونکو په لړ کې اتم مقام ساتلی دی.
افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰ اوریزو درجه بندۍ کې هم ۷ مقام خپل کړی دی.