ښايي عمران خان او نرېندرا مودي هند کې سره مخامخ وګوري 

روهي (درې نۍ/۲۴ د مرغومي) پاکستانۍ رسنيو ليکلي دي چې د همدې روان ميلادي کال په وروستيو کې به د هندوستان لومړی وزير نرېندرا مودي او د پاکستان لومړی وزير عمران خان د شانګهای د هکماريو سازمان په ناسته کې سره لېدنه وکړي. 

د شانګهای د همکاريو سازمان سرمنشي ويلي چې د دغه سازمان د سږ کال کلنی ناستع د هندوستان په کوربتوب جوړيږي، چې د  هند، چین، قزاقستان، قرقیزستان، روسیې، پاکستان، تاجیکستان او ازبکستان مشران سره په کې وګوري. 

د شانګهای سږنۍ ناسته د ۲۰۲۰ په مني کې جوړيږي، خو تر اوسه يې کره نېټه نه ده ښوودل شوې. هند او پاکستان په ۲۰۱۷ کې د دغه سازمان بشپړ غړيتوبونه واخېستل. 

تر اوسه مالومه نه ده چې د شانګهای همکاريو سازمان په ناسته کې به لوړمړی وزير عمران خان د هندوستان بلنه ومني، ور به شي او کنه؟