سږ کال د ژمي په سر باندې د کابل په ګډون ځینو ولایتونو کې واورې وشوې او ځینو نورو کې بارانونه وشول چې د ابادۍ زیری له ځان سره لري.
افغانستان ځینو ولایتونو او ښارونو کې تر ځمکې لاندې اوبه له کمښت سره مخ وې او وچکالۍ زیات خلک ان په مرګ او کډوالۍ باندې ګواښل.
د سږ ورښتونه چې د ژمي په سر پيل شول، تمه شته چې د ژمي تر اخر به دوام پيدا کړي چې د افغانانو له هرکلي سره مخ دي.
دوه کاله وړاندې لویدیځو ولایتونو کې وچکالۍ زیات خلک کډوال کړل او څاروي یې زیانمن شول خو د تېر او سږ کال ورښتونو دا ګواښونه له منځه وړي دي.
افغانستان چې زراعتي هېواد دی د ورښتونو اړتیا پکې زیاته احساس کیږي او هر کال چې ورښتونه زیات وي، همغه کال بیا حاصلات څو چنده زیاتیږي چې بزګران او د لیرې پرتو سیمو خلک ورسره اباد وي.
د ورښتونو بله لویه ګټه لویو ښارونو کې دا ده چې چاپيریال ورسره پاک کیږي او د چاپيریال له کبله د ورپېښو ناروغیو د رامنځ ته کیدو ګواښ له منځه ځي.
په ځانګړي ډول د کابل ښار هوا ډيره ککړه وه او که ورښتونه وی شوی د زیات شمېر خلکو په ځانګړي ډول د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ و.
چې ورښتونه و نه شي، هغه موسم بیا خلک له ډول ډول ناروغیو سره کوي او ورښتونه د پاک چاپيریال تر څنګ د روغتیا برخې ته هم ګټور دی.
خو ورښتونه او په ځانګړي ډول د ژمي موسم کې واورې بیا د بې وزله او غریبو خلکو لپاره ژوند ستونزمن کوی.
افغانستان چې جګړې ترې ارام او هوسا ژوند اخیستی، د کډوالۍ شپې کمپونو کې تیروي چې یواځې خواړه لري او نور د ژوند اسانتیاوې نشته.
یواځې کابل کې ډير کمپونه شته چې خلک د ناامنیو له ډاره راکډه شوي او په سخت حالت کې ژوند کوي.
نو شتمنو او منځني اقتصاد خاوندانو ته پکار ده چې لاسنیوی یې وکړي، له پایزار نیولې بیا تر جامو اړتیا لري چې د سخت ژمي له یخ څخه نسبي نجات پيدا کړي.
دا د ټولو افغانانو مسوولیت جوړیږي چې اړمنو ته لاس ورکړي او هغه افغانانو ته لاس ورکړي چې په سخت حالت کې دي.
د طالبانو له ډاره او جګړو بې ځایه شوي خلک ځینې خواړه نه لري او هغوی چې خواړه لري، بیا د ګرمو شپو او ورځو لپاره داسې اسباب نه لري چې ګټه ترې پورته کړي.
که واورې او باران ته رحمت وایو یو بل رحمت به دا وي چې پر خلکو ورحمیږو او د ژمي په سختو ورځو کې یې لاسنیوی وکړو.
وروستي