ولسي جرګې د سوداګرۍ او صنايعو وزير (اجمل احمدي) بې صلاحيته کړ 

روهي (دوه نۍ/۲۳ د مرغومي)، د ولسي جرګې اکثريت غړو نن د سوداګرۍ اوصنايعو وزير اجمل احمدي واک واخېست او د ياد وزارت بودجه يې ځڼدولې. د ولسي جرګې رئيس ويلي چې له دې وروسته د ياد وزارت پر سندونو د  اجمل احمدي لاسليک جرم بلل کيږي. 

ولسي جرګې د سوداګرۍ او صنايعو وزير د پوښتنو لپاره ورغوښتی وو؛ وزير د ولسي جرګې ناسته ور نه راغلی او د جرګې د غړو غوسه يې راپورته کړه چې پايله کې يې ترې واک واخېست. 

د ولسي جرګې رئيس مير رحمان رحماني پر ولسمشر هم نيوکه کړي، چې يو وخت ويلي وو چې هر شپږ مياشت وروسته به زه په خپله ولسي جرګې ته د حساب ورکولو په موخه راځم خو اوس يې وزيران هم پوښتنو ته  نه حاضريږي. 

د ولسي جرګې غړو د صنايعو وزير په کړنو، د بوجې پر لښګت نيوکې کړې او دی يې تورن کړی چې ډېری وخت غېر قانوني چارې تر سره کوي.