د شیخ الإسلام ابن تیمیة - رحمه الله- ټولګټې ويناوې (لومړۍ برخه)

 (۱)ګناهونه علم له مينځه وړي:
ابن تيمية- رحمه الله- وايې:
«ځينى ګناهونه ګټور علم له مينځه وړي، بلکې ځينى د شته علم د هيرولو لامل کيږي».
 مجموع الفتاوى:( 160/14 ).

(۲)تل عادله اوسه:
شيخ الإسلام ابن تيمية رحمه الله وايې :
« په ټولو واجب دي، چې په هر حال کې له هرچا سره عادل واوسي،
ځکه ظلم په مطلق ډول حرام دي، هيڅ وخت او په هيڅ صورت کې جواﺯ نه لري».
 منهاج السنة( ١٢٦/٥).

(۳)د استغفار فضليت:
‏ شيخ الإسلام ابن تيمية (رحمه الله) وايې :
« استغفار(له ربه بښنه غوښتل)له ټولو ستره نيکى ده،
 مجال يې پراخه دی، څوک چې په وينا، عمل، او رﺯق کې دکمي او ﺯړه د بدلون احساس کوي نو استغفار ته دې مخه کړي».
مجموع الفتاوى: (698/11).

(۴) ستونزې او مشكلات:
شيخ الاسلام ابن تيمية(رحمه الله) وايي:
« ناوړه پيښې، تکاليف اومشکلات ديخنۍ اوګرمۍ په څير دي، چې ترې خلاصون نشته، بايد انسان يې په راتللو غوسه، غمژن او سوچي نشي».
مدارج السالكين

(۵)له حق څخه سرغړونه:
شيخ الإسلام ابن تيمية –رحمه الله- وایې:
« څوک چې حق نه منى، الله جل جلاله به يې دباطل په منلو امتحان کړي».

(۶) پرته له پوهی په دین کې له خبرو ډډه وکړئ: 
شيخ الإسلام ابن تيمية رحمه الله وايې: 
« چاچې په دين کې بى له علمه او پوهې خبرې وکړي دا دروغژن دى، که څه هم دروغ ويل يې موخه نوي».

(۷) عمر او عقل:
شيخ الإسلام ابن تيمية رحمه الله وايې: 
كه د سپينږرى بدن کمزورى هم وى، خو عقل يې د ځوان څخه پياوړى وي.

(۸) د ظالم مرسته کول:
شيخ الإسلام ابن تيمية رحمه الله وايې: 
كله چې خلک له يو بل سره په ناروا او ظلم کې مرسته وکړي، نو پخپل مينځ کې به کينه او بغض شروع کړي.

(۹) د ایمان اصل:
شيخ الإسلام ابن تيمية رحمه الله وايې: 
الله جل جلاله او د رسول صلى الله عليه وسلم سره مينه او محبت کول د ايمان او دين د ټولو عملونو اصل دي.

(۱۰) ګټور علم:
 شيخ الإسلام ابن تيمية رحمه الله وايې: 
علم هغه چې دليل پرې موجود وي او ګټور هغه څه دى چې رسول صلى الله عليه پرې راتګ کړى دي.
دوام لري...